ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې بېړنۍ مرستې د بازار له نرخ څخه په دوه ميليونه افغانیو لوړه بيه پېرل شوې دي

په کندوز کې بېړنۍ مرستې د بازار له نرخ څخه په دوه ميليونه افغانیو لوړه بيه پېرل شوې دي

author avatar
17 Aug 2021 - 15:36
په کندوز کې بېړنۍ مرستې د بازار له نرخ څخه په دوه ميليونه افغانیو لوړه بيه پېرل شوې دي
author avatar
17 Aug 2021 - 15:36

کندوز ښار (پژواک، ٢۶ زمرى ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې په کندوز کې له پېښو سره د مبارزې ادارې له بې ځايه شوو سره د مرستې په موخه د اووه ميليونه افغانیو په لګښت توکي په څه باندې نهه ميليونه افغانيو پېرلي دي.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د کال په پيل کې په کندوز ولايت له بې ځايه شويو سره د بېړنيو مرستو په موخه لس ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې وې.

له همدې پیسو څخه د کندوز د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د زرو کورنيو لپاره اته قلمه توکي له بازار څخه په نهه ميليونه او ١٢ زره افغانۍ اخيستي دي.

خو پژواک د کندوز په بازار کې له شرکتونو او هټيو څخه د يادو توکو بيه پوښتلې ده چې په ټوليزه توګه دغه اته قلمه توکي ٧ ميليونه او شپږ زره افغانۍ کيږي.

رئيس: اته قلمه توکي مو په نهه ميليونه او ١٢ زره افغانۍ پېرلي دي

د کندوز له پېښو سره د مبازرې ادارې رئيس سيد عبدالکريم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د زرو بې ځايه شوو کورنيو لپاره اته قلمه توکي په نهه ميليونه او ١٢ زره افغانۍ پېرل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره يوه بورۍ پنځوس کيلويي وطني وريجې، يوه بورۍ پنځوس کيلويي اوړه، يوه بوشکه ١٦ ليټره رامين غوړي، اووه کيلو بوره، اووه کيلو نخود، اووه کيلو لوبيا، يو کيلو وچ د احمد چاى او شپږ پاکټه مکروني شامل وو.

خو د پژواک د څېړنو له مخې، د دغو توکو بيه په بازار کې اووه ميليونه او شپږ زره افغانۍ کيږي.

د بېلګې په توګه په کندوز بازار کې د عبدالکريم بلوچ په نوم د حبوباتو يوه عمده پلورونکي پژواک ته وويل چې ياد توکي د زرو کورنيو لپاره په اووه ميليونه او شپږ زره افغانۍ ورکوي.

هغه د دغو توکو نرخونه په خپل رسمي بيل کې وليکل، ټاپه يې کړ او د پژواک په واک کې يې ورکړ.

پژواک له ځينو نورو هټيو او عمده پلورونکو څخه هم د دغو توکو بيه پوښتلې چې له پېښو سره د مبارزې ادارې له نرخونو سره لوى توپير لري.

بل لورته پژواک د کندوز د خان اباد ولسوالۍ له بې ځايه شويو سره د مرستې ځينې انځورونه هم ترلاسه کړي چې روښانه په کې ښکاري چې د يو کيلو چاى پرځاى خلکو ته نيمه کيلو، د شپږ پاکټه مکروني پرځاى څلور پاکټه مکروني او د لوبيا، نخود او بورې پاکټونه يې هم داسې ښکاري چې د اووه کيلو پرځاى د څلور او پنځو کيلو ترمنځ په خلکو وېشل شوي دي.

بې ځايه شوي کسان: موږ ته مرستې نه دي رسېدلې

د بې ځايه شويو کسانو له ډلې څخه فوزيې پژواک ته وويل چې په روانو جګړو کې يې خاوند وژل شوى، ماشومان يې بې سرپرسته دي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغې وويل: “له هر پلوه مستحق يو، خو تر اوسه چا راسره د هیڅ شي مرسته نه ده کړې، زه مې د ماشومانو راتلوونکې ته په اندېښنه يمه چې څه به کيږي.”

دغه راز يو بل بې ځايه شوي الله بېرن چې له امام صاحب ولسوالۍ څخه کندوز ښار ته بې ځايه شوی دى وايي چې ډېرې کمې مرستې يې ترلاسه کړې دي.

دى وايي: “هغه کسان چې واسطه لري، هغوى ته پوره يا هم ډېرې مرستې ورکول کيږي، خو څوک چې واسطه نه لري يا مرستې نه ورکول کيږي او يا هم ډېرې کمې مرستې ورکول کيږي.”

يو شمېر نورو بې ځايه شوو هم ورته څرګندونې وکړې.

د کندوز ولايت مقام په دې اړه بې خبري ښيي:

په کندوز کې د بېړنيو حالاتو کمېټې رييسې او د والي مرستيالې نصيبې هولکر پژواک ته وويل چې د يادو توکو له اخيستو څخه خبره نه ده.

دې وويل: “د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداري رييس صلاحيت نه لري چې له دومره پیسو څخه توکي واخلي، هغه ولايت ته وړانديز کوي بيا کمېټه ټاکل کيږي او کمېټه دغه توکي اخلي.”

خو د کندوز د بېړنيو حالاتو کمېټه بيا وايي چې دغه توکي د دوى له خوا يې تړون شوى او اخيستل شوي دي.

ولايتي شورا: په دې تړون کې اختلاس شوى بايد وڅېړل شي

د کندوز د ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې د يادو توکو په اخيستلو کې اختلاس شوى دغه موضوع بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شي.

دى زياتوي: “دغه مواد چې له پېښو سره د مبارزې ادارې له لوري اخيستل شوي، تړون يې روڼ نه دى، ولايتي شورا هم په دغه برخه کې ځينې ملاحظات لري، دا بايد جدي وڅېړل شي.”

پایله:

د ترلاسه شوو اسنادو او د خلکو د څرګندونو له مخې، جوتيږي چې په کندوز کې د بې ځايه شوو کسانو د خوراکي توکو له پیسو څخه څه باندې دوه ميليونه افغانۍ شخصي جېبونو ته تللې دي.

د يادونې ده چې په کندوز ولايت کې د وروستيو جګړو له امله تر اوسه شاوخوا ٢٥ زره کورنۍ کندوز ښار او نورو ولايتونو ته بې ځايه شوي چې دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 240

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.