Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرچینه : د احمدشاه مسعود زوی د پنجشېر مشرانو ته له طالبانو سره د مسایلو د حل طرحه ورکړې

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۰): یوه سرچینه وایي، د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود، د پنجشېر مشرانو ته له طالبانو سره د مسایلو د حل طرحه ورکړې او دغو مشرانو په دې تړاو د کابل له والي، حامد کرزي او ډاکټر عبدالله سره کابل کې کتلي دي.

طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیو. دا مهال له پنجشېر پرته ټول افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی.

مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته تښتېدلی، خو د راپورونو له مخې لومړی مرستیال یې امرالله صالح پنجشېر ته تللی او ویلي یې دي چې د غني له تښتېدو وروسته د هغه ځای ناستی دی.

صالح او د جمعیت اسلامي ګوند د پخواني مشهور قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود ویلي چې له پنجشېره د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي.

خو د پنجشېر یو قومي مشر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، نن پژواک خبري آژانس ته وویل، وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیو د پنجشېر مشرانو له احمد مسعود سره په دغه ولایت کې یوه ناسته وکړه.

دی وایي، احمد مسعود د پنجشېر مشرانو ته وویل چې د طالبانو پر وړاندې د دفاع موخه یې د پنجشېر او د دغه ولایت د خلکو د عزت ساتنه ده او پر چا د تعرض هوډ نه لري.

د سرچینې په وینا، احمد مسعود ویلي غواړي د افغانستان ستونزه د سولې له لارې حل شي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروسته له هغه احمد مسعود یادو مشرانو ته ۱۱ مادې لرونکې طرحه ورکړې او خپل واک یې هم یادو مشرانو ته ورکړی دی.

ده وویل چې دغو مشرانو تېره ورځ کابل کې د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د یادې طرحې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دی وایي چې مشران به د دغې ناستې جزییات له احمد مسعود سره شریک کړي او خپل کار ته به دوام ورکړي.

سرچینه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاتوي: «انس حقاني (د طالبانو مهم غړي) هم ویلي چې احمد شاه مسعود زما د پلار ملګری و، زه د پنجشېر مجاهدینو او خلکو ته احترام لرم د پنجشېر او خلکو ځای به حفظ وي، د پنجشېر د خلکو غوښتنو په اړه به له دوی سره خبرې وکړو.»

د ملي مصالحې عالي شورا د مطبوعاتي دفتر یو غړي – چې نه غواړي نوم یې څرګند شي- پژواک ته وویل، چې ډاکټر عبدالله او حامد کرزي پرون په کابل کې د پنجشېر له یو شمېر مشرانو سره ليدلي دي.

ده زیاته کړه چې په دغه لیدنه کې په روانو حالاتو خبرې شوي او اوس ژر ده چې په دې اړه جزییات ورکړل شي.

هغه وایي چې له څو ورځو راهیسې د هېواد په کچه له سیاسي مشرانو سره لیدنې پیل شوي تر څو د سولې له رامنځته شوی فرصت څخه ګټه واخیستل شي او یوه ټولګډونه حکومت جوړ شي.

د احمد مسعود مطبوعاتي دفتر سره مو یاده موضوع شریک کړه خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پژواک خبري آژانس ته وویل چې د پنجشېر ولایت ځینو مشرانو پرون د کابل له والي عبدالرحمن منصور سره هم لیدلي دي.

ده په دې اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې خبرې روانې دي تر څو مسایل د خبرو له لارې حل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.