Pajhwok Afghan News

په کابل کې د لاريون پرمهال ۱۴ نيول شوي خبريالان خوشې شول

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): د رسنیو او خبریالانو د قضیو د څېړنې کمېټې په مرسته ۱۴ کورني او بهرني خبریالان چې کابل کې د لاریون د پوښښ پر مهال نیول شوي وو، خوشې شول.

دغه څرګندونې د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې په خپلې فیسبوک پاڼې کې لیکلي دي.

نن په کابل کې یو شمېر کسانو د پاکستان پر ضد او پنجشېر کې د «مقاومت جبهې» په ملاتړ لاریون وکړ، خو په سیمه کې موظفو امنیتي کسانو هوایي ډزې وکړې او لاریونوال خواره واره شول.

د سرچینې په وینا، د رسنیو او خبریالانو د قضیو څېړنې کمېټې په هڅو نن (سه شنبه) ۱۴ هغه خبریالان چې کابل کې د لاریون پر مهال نیول شوي وو، بېرته خوشې شول.

د دغې کمېټې مشري د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق کوي.

یادې ټولنې له خبریالانو سره دغه ډول چلند غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې د دغسې پېښو د پوښښ لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو له خبریالانو سره له تاوتریخوالي لاس واخیستل شي.

Views: 138

Exit mobile version