ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرګونه افغان کورنۍ د فقر، بېکاري او نا امنۍ له امله هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي

زرګونه افغان کورنۍ د فقر، بېکاري او نا امنۍ له امله هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي

author avatar
13 Sep 2021 - 19:51
زرګونه افغان کورنۍ د فقر، بېکاري او نا امنۍ له امله هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي
author avatar
13 Sep 2021 - 19:51

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): یو شمېر هېوادوال وايي، سره له دې چې د مخکني نظام له سقوط وروسته امنیت ښه شوی، خو د بې وزلۍ، بېکارۍ او د اولادونو د نامعلوم راتونکي له امله د هېواد پرېښودو ته مجبور شوي دي.

دوی ویلي، که ډاډه شي چې په هېواد کې خوندي دي، کار لري او له اقتصادي ستونزو سره نه مخ کېږي، ډېر ژر به هېواد ته بېرته ستانه شي.

طالبانو د روان کال د زمري په ۲۴مه د ډېری ولایتونو له سقوط وروسته کابل هم ونیو چې له امله یې پخوانی ولسمشر له هېواده وتښتېد او جمهوري نظام سقوط وکړ.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته طالبانو د هېواد اداره پر غاړه واخیسته، امنیت تر یوې اندازې ښه شوی خو د وارداتو د بندېدو له امله د نفتي او خوراکي توکو او درملو په ګډون د ډېرو وارداتي توکو بیې د پام وړ لوړې شوې، د دولتي او غیر دولتي ادارو فعالت بند شوی او ډېری مامورین دندو ته نه ځي.

پژواک خبري اژانس له څو داسې کسانو سره د هېواد په داخل او بهر کې مرکې کړې چې ډېری یې له هېواده د وتلو لامل اقتصادي ستونزې او بېکاري بولي.

ځینو ویلي چې خپل کار یې له لاسه ورکړی، یو شمېر نور وايي چې ښايي طالبان د ښځو د کار او تحصیل مخه ونیسي او څو نور بیا ډارېږي چې ښايي شخصي امنیت یې له خطر سره مخ وي.

ځیني نور ان د غبرګولي او زمري میاشتو د معاشونو د نه اخیستو له امله شکایت کوي او وايي چې شپه او ورځ یې په ډېرو ستونزو تېرېږي.

له ډاره امریکا ته راغلي یو، خو پوهېږو چې د تل لپاره بې وطنه او بې کوره شوو، له ډېره درده مې زړه درد کوي.

احمد جاوېد چې د څلور کسیزې کورنۍ یوازېنی د ګټې سړی دی، وايي، له تېرو لسو کلونو راهیسې یې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) په دفترونو کې کار کاوه خو د طالبانو په راتګ یې د دفتر فعالیت بند شو.

هغه زیاته کړه: ((په دفتر کې وم چې اوازه شوه، طالبانو ټول کابل ونیو، هيڅ باور مې نه کېده، د دفتر ټول کارکوونکي مو وارخطا کورونو ته لاړل، په ټول ښار کې راه بندي وه او ټول پلي کورونو ته تلل، موږ ډارېدو چې ښايي جګړه وشي خو له نېکه مرغه کابل له جګړې پرته تسلیم شو.))

جاوېد چې په همدې ورځ دوولس بجې ځان کور ته ورساوه، ټوله کورنۍ یې ډارېده چې حتمن جګړه کېږي او د ده تصمیم ته په تمه وو چې څه کوي؟

هغې زیاته کړه: ((کله چې کور ته راغلم، مور مې وویل، زویه څه تصمیم لرې، زموږ ټول ګاونډیان هوايي ډګر ته لاړل چې ځانونه وباسي، موږ څه وکړو؟ په همدې خبرو بوخت وو چې له دفتره زنګ راغی چې ژر ځانونه هوايي ډګر ته ورسوئ، مېرمنې ته مې وویل چې تیار شئ چې لاړ شو، یوازې څو جوړې جامې مو یوه بیک کې ټولې کړې او هوايي ډګر ته لاړو.))

خو د جاوېد په خبره، په هوايي ډګر کې دومره بیروبار و چې څو کسان تر پښو لاندې شول، او ونه توانېدل الوتکې ته ځانونه ورسوي، له همدې امله مجبور شول بېرته کور ته راشي؛ ځکه ډارېدل چې سپین سرې مور او ماشومان به یې تر پښو لاندې شي.

خو رامنځته شوي وضعیت او د دندې له لاسه ورکولو جاوېد یو ځل بیا اړ کړ چې هوايي ډګر ته لاړ شي او خپل چانس بیا امتحان کړي.

هغه وايي: ((د همدې ورځې په سهار مې له لمانځه وروسته مور او مېرمنې ته وویل، ځئ چې لاړ شو نور نه کېږي، وخت باید ضایع نه کړو، کله چې هوايي ډګر ته راغلو په ډېر زحمت مو ځانونه الوتکې ته نږدې ورسول، بېروبار ډېر شو او امریکایانو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ، بېچاره لورانو مې ورسره حساسیت وکړ، نږدې چې له لاسه یې ورکړم، نو بېرته کور ته راغلو.))

د خپلوانو او ملګرو ټینګار جاوېد یو ځل بیا اړ کړ چې هوايي ډګر ته لاړ شي، خو دا ځل جاوېد وکولای شول ځان او کورنۍ یې د امریکایانو نظامي الوتکې ته ورسوي.

د هغه په خبره، دا کار پای نه و، بلکې د اوږده، نامعلوم مسافرت او داسې زړه ښه کولو پیل و چې پایله یې پر ناهیلۍ بدله شوې ده.

په ورته وخت کې جاوېد له خپلې کورنۍ سره له کابل څخه قطر ته له الوتنې وروسته، قطر کې تر یوې اوونۍ وروسته جرمني او له هغه ځایه د امریکا ویرجینیا ښار ته ورسېد.

هغه زیاتوي: ((کله مې چې له کابله پرواز وکړ ما هم له ډېرې خوشالۍ اسمان کې پرواز کاوه، خو له دې بېخبره چې له څومره ستونزو سره به مخ شو، نن د ویرجینیا د کډوالو یوه کمپ کې یو، د طالبانو له خوا موږ ته هيڅ خطر نشته خو پر دې پوهېږم چې د تل لپاره بې وطنه او بې کوره شوو… له ډېره غمه مې زړه سوځي.))

«د ګډوالۍ لار مو انتخاب کړه، خو په الله (ج) قسم هيڅ نه پوهېږو چې څه کېږي؟»

۵۰ کلنه رقیه د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یوازېنۍ ګټیالۍ ده چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په مزارشریف ښار کې ژوند کوي وايي، له دې امله چې کار یې له لاسه ورکړی، تصمیم یې ونیو چې د ګډوالۍ لار انتخاب کړي.

یاده مېرمن اوس د غوره راتلونکي لپاره په یوه مېلمستون کې له لسګونه نورو کورنیو سره یو ځای مزارشریف کې ډېرې سختې ورځې او شپې تېروي.

هغه چې په یوه غیر دولتي موسسه کې دنده ترسره کوله، د طالبانو له خوا د حکومت تر سقوط وروسته یې دنده له لاسه ورکړه، ځکه بنسټ یې فعالیت بند کړ.

نوموړې له پژواک سره ټلېفوني خبرو کې وویل: ((هماغه ورځ چې طالبان راغلل ټول کور کې وو او مېلمه مو درلود، ناڅاپه مې لور راغله او وویل، طالبان راغلل، له دفتره زنګ راغی چې ټلېفونونو دې خاموش کړه چې خطر کې یې، په خدای ډېره ډاره شوې وم او هره ورځ یې هوايي ډګر ته غوښتلم، دا چې ډېر بیروبار و نمې شو کولای ځان الوتکې ته ورسوم.))

نوموړی چې د واسني وضعیت په اړه اندېښنه لري، وایي چې همکارانو یې وهڅاوه څو مزارشریف ته لاړ شي و له هغه ځایه امریکات ته ولېږدول شي.

هغه وویل: «د مهاجرت لار مو وټاکله، قسم په خدای چې موږ هيڅ نه پوهېدو چې څه کېږي، په بې برخلیکه حالت کې وخت تېروو، د موږ په شان لسګونه کورنۍ دلته پرتې دي و هېڅ برخلیک یې نه دي معلوم.»

کله چې زموږ هېواد ارام شو؛ خو د دندې له لاسه ورکولو او بېوزلي اړ کړو چې د کډاولي لار وټاکو

مستعار نوم ارزوو چې مخکې یې په کابل کې له یوې خبري ارسنۍ سره کار کاوه وایي: «زما په هېواد کې د جګړه پای ته ورسېده، زما او زما د کورنۍ یوه له اوږد هیلو وه؛ خو له بده مرغه موږ په داسې شرایطو کې چې هېواد ارام شو؛ خو بېوزلۍ او د دندې له لاسه ورکولو مجبور کړو کډوالي انتخاب کړو.»

دغه نجلۍ چې د طالبانو له خوا د کابل له سقوط درې ورځې وروسته له خپلې کورنۍ سره له هېواده وتلې، اوس په نیمه لار کې ده او هغه ځای ته نه ده رسېدلې چې دوی یې غواړي.

هغه چې نه غواړي هغه هېواد وښیي چې اوس د لنډ مهال لپاره د خپلې کورنۍ سره ځای پر ځای شوې وویل: «له ډېرو ستونزو وروسته، دلته د تدریجي مرګ په څېر راورسېدو.»

ارزو چې خپله یې نه غوښتل خو د کورنۍ د فشار له امله یې وطن پرېښود، وویل: «هر ځای ته چې لاړ شې ارامي نشته، سل سلنه وایم باور وکړه، نیم وجود مې هلته [افغانستان] کې دی.»

یو بل خبریال چې اوس مهال له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د متحده ایالاتو په ویرجینیا ایالت کې ژوند کوي، وايي چې ځکه یې هېواد پرېښود چې هغه فکر کاوه بېکاره به شي او د سیاسي نظام بدلو به نوموړی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه: «په سر کې هیڅ فکر نشته، ما خپل کور، خپل وطن، کورنۍ او ټول ژوند  پرېښود، واقعاً چې خورا دردناکه ده.»

هغه وايي که ډاډه شي چې په ​​هېواد کې خوندي دی، دنده ولري او له اقتصادي ستونزو سره به مخ نه شي، نو  ژر به هېواد ته راستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکني نظام کې شاوخوا ۴۵۰ ملکي او شاوخوا ۳۵۰ نظامي کارکوونکي په دندو لګیا وو او دغه راز په شخصي ادارو او د ملګرو ملتونو د سازمان په دفترونوکې هم په زرګونو کسانو کار کاوه.

د یادونې ده، د اطلاعاتو او کلتوروزارت معین ذبیح الله مجاهد او یو شمېر نورو چارواکو تل ټینګار کړی چې د تېر حکومت د پولیسو او اردو ځواکونو په ګډون به ټول کارکوونکي په راتلونکي نظام کې به جذبیږي.

هغوی وایي چې د افغانستان خلکو ډېر دردونه ګاللي او له دې وروسته به د هغو کسانو په ګډون چې د مخالفینو په لیکو کې به یې له دوی سره جګړه کوله، ټول خلک خوندي وي.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.