ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د سرو زرو، تېلو، اوړو، بورې او غوړو بیې لوړې شوې دي

 د سرو زرو، تېلو، اوړو، بورې او غوړو بیې لوړې شوې دي

author avatar
25 Sep 2021 - 15:54
 د سرو زرو، تېلو، اوړو، بورې او غوړو بیې لوړې شوې دي
author avatar
25 Sep 2021 - 15:54

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): نن د تېرې شنبې په پرتله په کابل ښار کې د نفتي توکو بیه نږدې ۶سنله، د ځینو خوراکي توکو بیه نږدې ۱۹سلنه او د سرو زور بیه بیا درې سلنه لوړه شوې ده.

هټۍ والو د تېلو د بیې لوړوالي د څرنګوالي په اړه وویل چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام له سقوط وروسته بانکونه وتړل شول؛ خو د هغه د فعالیت له بیا پیل سره ځینې بندیزونه پرې ولګېدل چې په پایله کې یې سوداګر کاپي پیسې نه لري او د وارداتو کچه راټیټه شوې ده.

هغوی وویل چې د وارداتو  ټیټوالي او هغه ته د تقاضا لوړوالي له امله د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.

د تېلو توکو بیه نږدې ۶سلنه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د ۷ ورځو په پرتله نن د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۵۲ څخه ۵۵ افغانيو او د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۶۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې د تېر شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۷۰ افغانیو ۷۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ځینو خوراکي توکو بیې د تېرې شنبې په پرتله له ۱۹سلنې ډېرې لوړې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۹۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانیو، د ۴۹کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۸۵۰ افغانیو او د ۱۶ لېتر مالیزیایي غوړو بیه له ۲۱۵۰ څخه ۲۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د دغو توکو بیې د هغه د وارداتو د ټیټوالي له امله لوړې شوې دي.

نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو د عمده پلور بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرامه افریقایي تور چای بیه ۳۸۰ او یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۱۵۰افغانۍ، ۲۴کیلوګرامه لومړۍ سیله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۷۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۲۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۹۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۶۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه نږدې درې سلنه لوړه شوې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.