ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خبریالان: د هغو کسانو اسناد دې وارزول شي چې د خبریالانو په نوم بهر ته لېږدول شوي

خبریالان: د هغو کسانو اسناد دې وارزول شي چې د خبریالانو په نوم بهر ته لېږدول شوي

author avatar
27 Sep 2021 - 16:12
خبریالان: د هغو کسانو اسناد دې وارزول شي چې د خبریالانو په نوم بهر ته لېږدول شوي
author avatar
27 Sep 2021 - 16:12

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): ځينې افغان خبریالان وایي، هغه راپور اندېښمن کړي چې ګواکې د کام‌ایر هوايي شرکت خپل ۱۵۵ کارکوونکي د ژورنالېستانو په ډله کې بهر ته لېږدولي‎ او له حاکم نظام او نړیواله ټولنې څخه غواړي چې د یادو لېږدول شوو کسانو اسناد دې وارزوي.

خو د کام ایر شرکت په داسې حال کې په دې اړه خپور شوی راپور ردوي چې خبریالان وایي، د خبریالانو په نوم بهر ته د وتلو هڅې تر دې کچې رسېدلي چې ځینې مطبعې د پیسو په بدل کې خلکو ته د خبریالۍ جعلي اسناد جوړوي

د هېوادونو له لوري له افغانستانه د خبریالانو د ایستلو پر پروسه د نیوکې کولو لپاره نن په کابل کې په لسګونه خبریالان راټول شوي وو او د «بلومبرګ» خبري شبکې هغه راپور ته اندېښمن و چې ښیي کام ایر هوايي شرکت د خبریالانو په ډله کې خپل کارکوونکي له افغانستانه بهرته لېږدولي دي.

یاد راپور د روان کال د تلې په لومړۍ نېټه خپور شوی او په کې راغلي چې د «لینکډین» بنسټ اېښودونکي «ریډ هوفمن» او د فیسبوک کمپڼۍ په ګډه هوکړه کړې وه چې د خبریالانو، کمېډین او مرستندویو ادارو د افغان کارکوونکو په ګډون بهر ته له افغانستانه د ۱۸۸ کسانو د لېږدولو پروسه تمویل کړي.

د راپور له مخې، امریکايي چارواکو او د یادو کسانو د لېږد لپاره د الوتنې تنظیمونکو بلومبرګ شبکې ته ویلي چې د اګسټ په ۳۰ مه د ټاکل شوو کسانو ترڅنګ په یاده الوتنه کې د کام ایر شرکت خپل ۱۵۵ کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي هم لېږدولي دي.

د راپور پر بنسټ، د کام ایر شرکت دغه کار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د متحده عربي امارتو چارواکي اندېښمن کړي او د یادې الوتنې تنظیموونکي او مالي ملاتړ کوونکي يې غوسه کړي دي.

خو د کام ایر هوايي شرکت ویاند نجیب الله پیمان په یوه غږیز پیغام کې چې رسنیو ته استول شوی وايي:”د بلومبرګ شبکې په راپور کې شوې ادعا بې معنا ده. داسې هیڅ امکان نه لري، دا ډول پروازونه ډېر دقیق برنامه ریزي کېږي. هرڅوک چې په دغو الوتنو کې پلان کېږي، امریکایان خپله ورسره اړیکه نیسي.”

پیمان د یادو ۱۵۵ کسانو د نوملړ خپرېدو په اړه زیاتوي، هیڅوک نه شي کولی چې داسې یو نوملړ جوړ کړي لکه څنګه چې خپور شوی، دا نوملړ هیڅ ټاپه نه لري او نه د کوم رسمي ایمیل له لارې له چا سره شریک شوی دی.

نړیواله ټولنه باید د هغو کسانو اسناد وارزوي چې د خبریالانو په نوم بهر ته لېږدول شوي

د افغانستان د مدني ټولنو او ژورنالېستانو ګروپ مسوول نصیر احمد اخترزی نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان کې د نظام د بدلون له امله یوه «ستره فاجعه» رامنځته شوه چې ځینو هېوادونو له افغانستانه د مدني ټولنو غړو او ژورنالېستانو په نوم ځینې داسې کسان هم ایستلي چې سندونه یې سم نه وو.

دی وايي: “د دغې فاجعې، نړیوال مسوولیت لري او هغوی باید د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي.”

هغه زیاته کړه چې په کابل او ځینو ولایتونو کې مطبعې خلکو ته د ۱۵۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د خبریالۍ او هرې معتبرې رسنۍ اسناد جوړوي.

ده د خبریالانو دغې راټولېدنې ته د کابل ښار د یوې مطبعې د مسوول غږ واوراوه چې په کې ویل یې دي، د ده مطبعه د خبریالۍ اسناد په دوه ورځو کې په ۱۵۰ امریکايي ډالرو جوړوي.

اخترزي وویل:”په وروستیو کې ځینې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د کام ایر هوايي شرکت او د اې ایم سي (AMC) تلوېزیون له خوا چې هغوی د سندرو دوه خپرونې درلودې نو هغوی وکولی شو چې د ژورنالېستانو په نوم کسان له افغانستانه وباسي او یا   د بهر ایستلو په حال کې دي، په دې اړه تر اوسه موږ ته موثق معلومات نه دي رسېدلي، خو اندېښمن یو چې کام ایر شرکت او «اې ایم سي» تلوېزیون د یادې موضوع په اړه وضاحت ورکړي.”

د هغه په وینا، په اوسني حاکم نظام او نړیوالو ټولنې غږ کوي تر څو د هغو کسانو سندونه وارزوي چې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو په نوم بهر ته لېږدول شوي؛ ځکه نه یوازې دغه خلک به د هېوادونو لپاره ګواښ واوسي، بلکې د افغان ژورنالېستانو او مدني فعالانو د نوم بدنامولو سبب هم ګرځېدلي دي.

د فرخندې محبي په نوم یوې خبریالې په نننۍ خبري ناسته کې وویل چې هېواد کې ښځینه خبریالانې د پخوا په پرتله ډېرې له خطرونو سره مخ شوې او ډېرو دندې له لاسه ورکړې دي.

هغه وایي:”بله اندېښنه دا لرو چې پخوا هم د خبریالانو په نوم سوءاستفاده کېده او اوس هم کېږي؛ لکه څو ورځې مخکې چې یوه شرکت خپل کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې د خبریالانو په نوم له هېواده انتقال کړي دي.”

محبي زیاته کړه چې د خبریالانو ملاتړې ادارې باید دا وپلټي چې څوک د خبریالانو په نوم انتقال شوي دي.

دغه راز د سراج الدین پټان په نوم یو بل خبریال وویل چې هېواد کې د نظام له بدلون وروسته د ځینو رسنیو فعالیت درېدلی، د ځینو یې د درېدو په درشل کې دی او که دې برخې ته پاملرنه ونه شي نو کېدای شي افغانستان کې د رسنیو شمېر ډېر کم شي.

دی وايي:” نوی نظام او نړیواله ټولنه باید دې ټکو ته پام وکړي چې خبریالان له دندو لرې شوي، د ځینو تنخواوې کمې شوي او په دې برخه کې اړتیا ده چې د رسنیو لاسنیوی وشي.”

هغه زیاته کړه، دوی لېوالتیا نه لري چې له هېواده ووځي، غواړي دلته خدمت وکړي خو که محدودیتونه پرې وضعه کېږي، دندې له لاسه ورکوي او یا یې ژوند ته ګواښ متوجه وي نو بیا غواړي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوندي ځای ته ولاړ شي او یا افغانستان کې ورته د خوندیتوب زمینه برابره شي.

دغه راز پټان زیاتوي چې نوي نظام د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کومه واضح کړنلاره نه ده اعلان کړې ترڅو دوی په خپل ډاډه زړه کار وکړي. د ده په وینا، خبریالان ځینې محدودیتونه احساسوي او ان ځینو رسنیو خپلې خپرونې سانسور کړې دي.

پژواک دغه موضوع له اطلاعات او فرهنګ وزارت سره شریکه کړه خو ځواب یې ور نه کړ.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.