ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې له ۶۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

اروزګان کې له ۶۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
3 Oct 2021 - 15:57
اروزګان کې له ۶۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
3 Oct 2021 - 15:57

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۰): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې پر هغو ۶۰۰ کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې چې د تېرو جګړو پر مهال له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.

دغه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته یې اړتیا لرله.

چارواکي وايي، د نغدي مرستو دغه لړۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان/ UNUCR له خوا پیل شوې چې ګڼو نورو ورته بېوزلو کورنیو ته به هم ورکړل شي.

په اروزګان کې د ملکي تلفاتو او شکایاتونو اورېدو ادارې یوه مسوول مولوي محمد قاسم فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو کورنیو له ډلې هرې یوې ته ۱۹۵ امریکايي ډالر ورکړل شول څو هغوی پرې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

دی زیاتوي، دغه کورنۍ په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ زېږدیز کلونو کې د شوې سروې له مخې مستحقې ګڼل شوې دي.

د ده په خبره، د مرستو دا لړۍ به روانه وي چې ګڼې غربت ځپلې کورنۍ به یې تر پوښښ لاندې راشي.

هغوی چې مرستې یې ترلاسه کړې وې، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان پر دې مرستې خوښي ښوده خو د دوام غوښتنه یې کوله.

نقیب الله چې له تېر یوه کال راهیسې له خپل کلي کډوال شوی او دا مهال په ترینکوټ کې اوسېږي، پژواک خبري اژانس ته وویل، اروزګانیان تېرو جګړو او غربت سخت ځپلي چې ټول پرله پسې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.

دی زیاتوي، په داسې حال کې چې ژمی را روان دی، مخکې له مخکې باید له بېوزلو وګړو سره اړینې مرستې وشي.

د یادونې ده، دوه ورځې وړاندې هم له ۲۵۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې وه.

Views: 122

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.