ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Oct 2021 - 18:25
په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Oct 2021 - 18:25

فیض اباد (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د بدخشان ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د راغستان ولسوالۍ د خلکو استازي او د بدخشان مدني ټولنې فعال عبدالغني عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د مسافرو یو موټر سرف موټر چې له راغستان ولسوالۍ یې حرکت کړی و د دغه ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ په شلخه زار کلي کې له خپل مسیره وتلی دی.

دی وايي چې په دې پېښه کې د موټر ټوله سپرلۍ مړه شوې ده.

د محمد یوسف په نوم عیني شاهد وايي چې په دغه موټر کې اووه کسان سپاره وو چې په دې ډله کې دوه ښځې او درې ماشومان هم شامل وو.

نوموړي وویل چې پر وژل شوو سربېره دوه کسان سخت ټپیان او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.