ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ۹۱۰ د ممیزو او ۵۶ سړې خونې جوړې شوې

په کندهار کې ۹۱۰ د ممیزو او ۵۶ سړې خونې جوړې شوې

author avatar
28 Oct 2021 - 14:26
په کندهار کې ۹۱۰ د ممیزو او ۵۶ سړې خونې جوړې شوې
author avatar
28 Oct 2021 - 14:26

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰): د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۹۱۰ کشمش خونې او ۵۶ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.

په دې اړه په دامان ولسوالۍ کې یو لړ مراسم جوړ شوي وو چې په کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د پروژو مدیریتي رییس اسدالله، د اوبو رسولو او طبیعي سرچینو مرستیال شمس‌الدین شریعتي، د کندهار د کرنې رییس مولوي محمود مظلوم، یو شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د پروژو مدیریتي رییس اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې د هېواد په ۳۰۰ ولسوالیو کې د سلګونو کشمش خونو او سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې وې چې په دې وروستیو کې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د ۹۱۰ کشمش خونو او ۵۶ سړو خونو د جوړولو چارې بشپړې او د ګټې اخیستو وړ شوې.

دی وايي، د هرې کشمش خونې پر جوړولو ۳۷۲ زره او د هرې سړې خونې پر جوړولو ۲ میلیونه، ۳۶۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې کشمش خونه د ۱۴ ټنه انګورو او سړه خونه د ۲۵ ټنه مېوو او سبو ځایولو وړتیا لري.

ده وویل، د کرنې وزارت پلان لري څو د کشمش خونو او سړو خونو د ښې کارونې په موخه د هېواد په کچه باغ لرونکو او کروندګرو ته ځانګړې روزنه هم ورکړي.

د اوبو رسولو او طبیعي سرچینو مرستیال شمس‌الدین شریعتي وویل، د یاد شوو کشمش خونو او سړو خونو په جوړولو سره به د کروندګر او باغ لرونکو هغه ستونزې حل شي چې مخکې د مېوو د ساتنې په برخه کې ورسره مخ وو.

د دامان ولسوالۍ یوه بزګر د کشمش خونو او سړو خونو په جوړولو خوښي وښوده او ویې ویل چې له دې وروسته به کروندګر او باغ لرونکي وتوانېږي خپلې مېوې تر ډېره په سړو خونو کې ساتي او د اړتیا پر مهال یې بازار ته وړاندې کړي.

هغه له ولایتي او مرکزي ادارې وغوښتل چې د باغونو او ځمکو په ساتنه، د اوبو سرچینو د پراختیا، اصلاح شوو تخمونو او ګڼو نورو برخو کې کندهار ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

کندهار د هېواد په سوېل کې کرنیز ولایت دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د تېرو شلو کلونو جګړو او وروسته وچکالیو له امله دې برخې ته دروند زیان اوښتی دی.

 

Visits: 279

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.