ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا شرکت کارکوونکو د معاش نه اخیستو غبرګون کې لاریون وکړ

د برېښنا شرکت کارکوونکو د معاش نه اخیستو غبرګون کې لاریون وکړ

author avatar
13 Nov 2021 - 14:57
د برېښنا شرکت کارکوونکو د معاش نه اخیستو غبرګون کې لاریون وکړ
author avatar
13 Nov 2021 - 14:57

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د برېښنا شرکت لسګونو کارکوونکو نن کابل کې د معاشونو نه اخیستو له امله لاریون وکړ.

د لاریونوالو له ډلې سلیم پژواک خبری اژانس ته وویل چې دوی له درېیو میاشتو راهیسې خپلې تنخواوې نه دي اخیستې.

دی وایي، د شرکت چارواکي له دوه اوونیو راهیسې ژمنه کوي چې د کارکوونکو تنخواوې ورکوي، خو په خبره یې “په نن او سبا یې غولوي. ”

پژواک د دغه لاریون یوه ویډیو ترلاسه کړې، یو لاریون کوونکی له نورو غواړي چې له کار کولو لاس واخلي.

لاریونوالو مرګ پر “خاینونو او چاپلوسانو” نارې هم وهلې او ویل یې چې د “خلکو حقونه ګرو” شوي دي.

پژواک دغه موضوع د برېښنا شرکت له چارواکو سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

Views: 309

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.