ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې سږ کال ١٤٢زره ټنه وریجې تولید شوې دي

بغلان کې سږ کال ١٤٢زره ټنه وریجې تولید شوې دي

author avatar
26 Dec 2021 - 14:47
بغلان کې سږ کال ١٤٢زره ټنه وریجې تولید شوې دي
author avatar
26 Dec 2021 - 14:47

پلخمري (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د بغلان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د شولې حاصلات ۱۱ سلنه لوړ شوي دي.

د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنيزو چارو امر عبدالقهار ستاري د مرغومې په ۵مه پژواک ته وویل چې د شولو کرلو په اړه کروندګرو ته اړينې لارښوونې او اصلاح شوي تخمونه ورکول د دې لامل شوي چې د شولو حاصلاتو کچه لوړه شي.

ستاري وايي چې تېر کال د دغه ولايت پر ٣١٦٨٠ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې چې ١٢٧٩٨٢ ټنه حاصل درلود.

خو هغه زياتوي، سږ کال د دغه ولايت پر ٣١٩٢٤ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې چې ١٤٢٥٦٠ ټنه حاصل یې ورکړی چې د تېر کال په پرتله ١١ سلنه زياتوالى ښيي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال په بغلان کې د اوبو کچه هم لوړه وه او ترڅنګ يې کروندګرو ته د زودرس په نوم د سېله وريجو تخم هم ورکول شوى و.

دى وايي: ((د عادي تخم له هر جريب څخه ١١٠ منه وريجې لاس ته راځي خو د دغه تخم له جريب څخه بيا ١٨٠ منه وريجې لاس ته راځي چې ډېر تفاوت لري.))

ستاري د بغلان له کروندګرو غوښتنه وکړه چې د عادي شولو د تخم پر ځاى دې زودرس تخم وکري؛ ځکه له يوې خوا يې د حاصلاتو کچه لوړه ده او له بل لوري د خرڅلاو ښه بازار هم لري.

خو د بغلان ولایت د ډنډغوري سیمې يوه بزګر ګل عالم بيا د شولو له نوي اصلاح شوي تخم څخه ښه خاطره نه لري.

دی وايي: ((د شولو نوی تخم اوږدې وریجې ورکوي خو د عادي تخم په نسبت یې زحمت بېخي زیات دی، ډېر وخت اوبه غواړي، ښه پخوالی او د وریجو په ماشین کې درې وارې اړول غواړي چې بیا له ماشین څخه يې دانه ماته راوځي او ماته وریجه بيا مارکېټ نه لري نو د ګټې پر ځاى تاوان کوي.))

د نوموړي په وينا، سږ کال يې په خپله ځمکه کې نا اصلاح شوى تخم کرلى خو د تېر کال د اصلاح شوي تخم په اندازه يې حاصلات ترلاسه کړي دي.

د يادونې ده، بغلان له کندوز وروسته د وريجو د تولید په برخه کې دویم لوى کرنیز ولایت دی چې په مرکز پلخمري، نهرین، مرکزي بغلان، دهنه غوري، دوشي او خنجان ولسوالیو کې کرل کېږي .

Views: 218

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.