ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان- کونړ له لویې لارې د واورې پاکولو چارې پیل شوې

د نورستان- کونړ له لویې لارې د واورې پاکولو چارې پیل شوې

author avatar
28 Dec 2021 - 16:29
د نورستان- کونړ له لویې لارې د واورې پاکولو چارې پیل شوې
author avatar
28 Dec 2021 - 16:29

جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د نورستان د ټولګټو چارو رياست له دغه ولایت څخه کونړ ته له غځېدلې لارې د واورې پاکولو چارې پیل کړې.

د دغه ریاست چارواکي وايي، په نورستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د واورې ورښت د نورستان- کونړ لويه لاره په څو ځایونو کې بنده کړې وه او موټرو په اسانۍ تګ راتګ نه شوای کولای.

د دوی په خبره، د خلکو د ستونزو د هواري په موخه یې له واورې د دغې لارې د پاکولو عمليات پيل کړي، څو موټر چلوونکو او مسافرو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شي.

د نورستان ولایت ټولګټو چارو ريیس مولوي عبدالرحیم فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چاره پرون پیل شوې چې څو ورځې به دوام وکړي.

دی وايي، له تېر حکومت څخه خراب وسایط په میراث کې ورته پاتې شوي خو دوی د دغه کار لپاره د اړوند وزارت په مالي مرسته درې ډوله وسایط چمتو کړي او د نورو وسايطو او موټرو د ترميم کارونه یې هم پیل کړي دي.

نوموړی زياتوي، د واورې د ورښت پر مهال یې د ټولو لویو لارو خلاصولو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.

ده ډاډ ورکړ چې یوه ورځ به هم لاره د موټرو پر مخ بنده پاتې نه شي.

د نورستان- کونړ لارې یوه موټر چلوونکي عبدالله پژواک ته وویل، ۱۳ کاله کېږي په دغه لين په داسې حال کې موټر چلوي چې په دې وروستیو کې سخته خرابه شوې ده.

دی زياتوي، د واورې د ورښت پر مهال پر دې لار د موټرو د چپه کېدو ګواښ زيات وي خو که همداسې پر وخت لارې پاکې شي نو ستونزې نه رامنځته کېږي.

نورستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې ژمی په کې د واورې ورښت زيات وي او له همدې امله یې ډېر مهال لارې بندېږي.

 

Views: 160

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.