ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان له افغانستان سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل کړه

پاکستان له افغانستان سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل کړه

author avatar
31 Dec 2021 - 11:26
پاکستان له افغانستان سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل کړه
author avatar
31 Dec 2021 - 11:26

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ١٤٠٠): له افغانستان سره د پاکستان له خوا د مرسته شويو پنځوس زره ټنو غنمو د لېږد لړۍ پيل شوه.

دا غنم له افغانستان سره د پاکستان د لومړي وزير عمران خان له خوا د اعلان شوې بشري مرستې چې پنځه بیليونه پاکستانۍ کلدارې وې، يوه برخه ده.

د دغو مرسته شويو غنمو ۱۸۰۰ ټنه پرون افغانستان ته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د تورخم له لارې ولېږدول شول چې د پاکستان د لومړي  وزير عمران خان ځانګړي استازي شهزاد ارباب يې ملتيا کوله.

دغه مرسته نن د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ته وسپارل شوه.

د پاکستان قونسل عابدالله خان هم په دې مراسمو کې موجود و.

په راتلونکو څو اوونيو کې به د غنمو دغه پنځوس زره ټنه د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو (کابل، ننګرهار، پنجشېر، بلخ، بدخشان، باميان، دايکنډي، کندهار، هلمند، فراه، هرات، خوست او پکتيکا) ته ورسيږي.

Visits: 240

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.