منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۵ غ.م
۱۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د پاکستان حکومت وايي، سېلابونو ۱۱۵۰ کسان مړه کړي او لس میلیارد ډالر مالي زیان یې اړولی

د پاکستان حکومت ویلي چې روانو سېلابونو تر اوسه نږدې ۱۱۵۰ کسان وژلي او لس میلیارد ډالر زیان یې اړولی دی. یاد حکومت زیاته کړې، میلیونونه خلک له سېلابونو زیانمن شوي او دا هېواد په…

غړي

ترانسپورټ وزارت په تېر یو کال کې نږدې ۶ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کړي

د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد له هوايي ډګرونو تر ۳۲۰۰ د ډېرو الوتنو او د څه باندې ۳۶۹ زره مسافر لېږدولو خبر ورکوي او وايي، د کابل هوايي ډګر تجهیزات - چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ۷۰ سلنه له منځه تللي وو، بېرته رغول شوي دي.

غړي

په فيض‌اباد ښار کې پر نشه‌يي توکو د روږدو شمېر د پام وړ کم شوى

د فيض‌اباد ښار اوسېدونکي د دغه ښار په واټونو او کوڅو کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر د پام وړ کمېدو له امله خوښ دي او د هغوى ټولولو کمپاین د دوام غوښتنه کوي چې د مسوولینو په وینا، د دغه ولایت د روږدو درملنې په مرکزونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ ډېر روږدي تر درملنې لاندې دي.

غړي

پکتيکا کې يوه زوی خپل پلار وژلی

د پکتيکا چارواکي وایي، د دغه ولايت په يحيی‌خېل ولسوالي کې يوه کس خپل پلار له لفظي شخړې وروسته په چاړه وهلی او وژلی دی.

ډاکتران: د کوچنیانو پوډر ډېر یې په استفاده کوونکو کې د سرطاني ناروغیو لامل کېږي

د امریکا د درمل جوړولو «جانسن او جانسن» شرکت په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې له تالک څخه د ماشومانو پوډرو د تولید او پلور بندولو اعلان کړی چې د طب برخې پوهان وايي، د ماشومانو ډېری پوډر د استفاده کوونکو ترمنځ د سرطاني ناروغیو لامل کېدای شي.

کورنیو چارو وزارت د ۱۳ ملي پروژو د امنیتي قطعو د تشکیل کار نهايي کړی

د ۱۳ ملي پروژو د امنیت خوندیتابه لپاره د تشکیلاتو جوړول، د نشه‌یي توکو د ۲۹ کارخونو له منځه وړل، د ښوونیزو مرکزونو او یو شمېر غېر فعالو سیسټمونو بېرته فعالول، د یوې لویې اندازې نشه‌یي توکو کشف او ضبط او په تړاو یې د څه باندې ۲زره کسانو نیول د کورنیو چارو وزارت له یو کلنو لاسته‌راوړنو څخه دي.

نور راپورونه