کندهار (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د مسوولینو او استادانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه چې په کې د تېر یوه کال پر لاسته راوړنو، ستونزو او خدماتو بحث وشو.
دا غونډه د سوېلي زون د لوړو زدهکړو ادارې له خوا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې جوړه شوې چې د دغه ولایت د ۵ دولتي او خصوصي پوهنتونونو او دغه راز د هلمند د یوه خصوصي پوهنتون مسوولنیو او استادانو ګډون کړی وو.
غونډې ته د کندهار پوهنتون مرستیال انجنیر محمد ناصر نېکزاد په خپلو خبرو کې وویل، په تېر یوه کال کې په کندهار کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه ۴ زره ۴۶۵ ښځې او نارینه فارغ شوي چې ډېره برخه یې بې روزګاره دي.
دی وايي، د دغو فارغو شوو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د کندهار ولایت مقام او کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په ګډه یوه کمېټه جوړه کړې څو دوی ته دندې پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: «په تېر یوه کال کې موږ ۴ زره ۴۶۵ فارغان لرو، دغو کسانو ته خاصه پاملرنه کېږي څو کار ورته پیدا شي او هغه کسان چې ځانګړي مهارتونه لري، هغوی وزارت غوښتي څو دندې ورته پيدا کړي.»
د ده په خبره، په دغو فارغانو کې ۴۰۰۳ تنه نارینه او ۴۲۲ تنې ښځې شامل دې چې ۳۶ تنه یې ماسټرۍ او ۴ نور یې دوکتورا لري.
په غونډه کې د لوړ زده کړو د موسسو مسوولینو هم په تېر یوه کال کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې نور دې د لوړو زده کړو موسسې د پوهنتون کچې ته لوړې شي او د پوهنځیو د ډېروالي اجازه دې ورکړل شي.
د کندهار هغه ځوانان چې لوړې زده کړې یې کړې وایي، د تېر یوه کال په اوږدو کې د بېلابېلو پوهنتونونو له بېلابېلو پوهنځیو فارغ شوي ډېر کسان بې روزګاره دي.
د کندهار یوه اوسېدونکی ځوان فیضي وایي، ځوانانو پر زده کړو پیسې مصرف کړې خو اوس چې فارغ شوي، ډېر یې بې روزګاره دي، دا د دولت مسوولیت دی چې هغوی ته دندې پیدا کړی.
ده زیاته کړه: «یو خو د پوهنتونونو فیسونه لوړ دي او بل دا چې محصلین فارغ کېږي خو کار نه ورته پيدا کېږي او نه یې هم په اړه محسوسې هلې ځلې کېږي، دوی ته د کار لپاره باید یوه ګډه اداره جوړه شي او د دندو په پیدا کولو کې جدي همکاري ورسره وکړي.»
یو بل تن عبدالنافع هادي چې څو اوونۍ مخکې له پوهنتون څخه فارغ شوی وایي، ډېرو ادارو ته ورغلی او د کار لټه یې کړې خو دنده یې نه ده موندلې، نه پوهېږي څه وکړي؟
ده پژواک ته وویل، د شخصي کار لپاره سرمایه نه لري او دولت فارغو شوو کسانو د کار موندلو په برخه کې خاصه پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: «زما په شمول ډېر شمېر فارغان بې روزګاره دي، نه پوهېږم د کار لپاره چېرې ولاړ شم، ځينو ادارو ته چې ورغلی یم کار مې نه دی پیدا کړی، زه په لږ معاش هم کار کوم خو چې پیدا شي.»
په کندهار کې ځوانان وایي، په ډېرو ادارو کې غېر مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي نو که دولت په رښتیني ډول غواړي کار اهل او وړ کسانو ته وسپاري باید له پوهنتونونو څخه فارغ شوو ته د هغوی د مسلک په اړوند برخو کې دندې ورکړي او د غیر مسلکي کسانو پر ځای یې و ګوماري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP