“هند په افغانستان کې د خپل ډیپلوماټیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی”
هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی دی.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پيلولو پرېکړې ته نږدی شوی دی.
د چاپېریالساتنې کارپوهان پر دې باور دي چې د افغانستان ګڼمېشت ولایتونه، په ځانګړي ډول کابل د خوږو اوبو له جدي کمښت سره مخ دی؛ که حکومت د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام ونه کړي، کابل به د خوږو اوبو د کمښت له ناروین سره مخ شي.
د بغلان د کرنې رياست وايي چې په وروستيو ورځو کې په دغه ولایت کې د پستې ونو وهلو په تور ١٢ کسان نيول شوي دي.
د چاپېریالساتنې اداره او د شبرغان ښاروالۍ په نوښت له ښاره د کثافاتو ټولولو په موخه په دغه ښار کې عمومي حشر وشو.
کورنیو چارو وزارت نن په یوه غونډه کې د پولیسو نوی یونیفورم معرفي کړ، ویې ویل چې واحد یونیفورم د نظم او ډسپلین ښکارندوی دی او د امنیتي پېښو په مهار کې هم مرسته کولای شي.
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني د مرستو موسسې ننګرهار ولايت کې له ۲۵۰ ښوونکو سره د يو ميليون افغانيو په ارزښت خوراکي توکو مرسته وکړه.
د پکتيا مخابراتو رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو ۱۵ سايټونه بيارغول شوي او پنځه نور نوي جوړ شوي دي.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د ګڼېګوڼي مخنيوي په موخه د ټولګټو چارو رياست له لوري د شپږنيم ميليون افغانيو په لګښت نوی سړک جوړ شو.
د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جواز لرونکو موټرو اړوند موضوع څېړل کېږي او د هغو موټرو موضوع محکمې ته سپارل کېږي چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور ضبط شوي دي.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په سرکاڼو سیمه کې یوه ښځه- چې حامله هم ده- ژورې څاه ته لوېدلې ده.
د تېر حکومت په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلامفاروق وردګ نن بېرته هېواد ته راستون شو او د کابل په هوایي دګر کې یې پژواک ته وویل: «په جنګ کلي نه ابادیږي.»
د قطر د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته د سفر پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. د امریکا…
د استخباراتو ریاست وایي، چې یو شمېر کسان یې د قرانکریم ایاتونو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.
د پاکستان حکومت د افغانانو لپاره د ویزې شرایط نور هم سخت کړي او د ویزې اخیستل یې د پاکستاني یوه طبعه له بلنلیک سره مشروط کړي دي. له دې مخکې به افغانان له بلنلیک…
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وایي چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت پر ناسم مسیر روان دي او ترڅو چې دریځ بدل نه کړي، په رسمیت نه پېژندل کیږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته د سفر پر مهال پر کرونا اخته شوې او خپل سفر یې نیمه کې پریښې ده. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د جرمني د بهرنیو چارو…
د فراه ولايت امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون لس کسان ټپيان شوي. د ياد ولايت امنيې قوماندانۍ په…
د پوهنې وزارت په هېواد کې د نالوستۍ ختمولو لپاره د یوه نوي پروګرام چې پر بنسټ به یې د سواد زدهکړې کورسونه دوه برابره شي، خبر ورکوي؛ خو وایي، د دغو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) د دغه ولایت د مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو له ۵۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.
د ټاپي ګازو نل لیکې شرکت اجرائیه رئیس وايي، دا چې په افغانستان کې پوره امنیت تامین دی، نو دوی کولی شي د دې پروژې لومړنۍ چارې پيل کړي.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د چينايي او افغان سوداګرو په ۳ میلیونه ډالره ګډه پانګونه د قيمتي ډبرو د پېر او پلور د یوه مارکېټ جوړولو چارې نن د غبرګولي په ۱۷مه پيل شوې.
ځینو خبري سایټونو او ویبپاڼو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د «امګا - ۳ ټابلیټ د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د طب برخې پوهان وایي چې دغه ټابليټونه د بدن د دفاعي سيسټم په پياوړتيا کې اغېزناک دي، خو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې يې اغېزناکوالی تر اوسه نه دی ثابت شوی.
د پکتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت د ځنګلونو ساتلو لپاره یې د زرغون په نوم ۱۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې، څو د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي.