ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان افغانانو ته د ویزې شرایط نور هم سخت کړي

پاکستان افغانانو ته د ویزې شرایط نور هم سخت کړي

author avatar
7 Jun 2022 - 23:39
پاکستان افغانانو ته د ویزې شرایط نور هم سخت کړي
author avatar
7 Jun 2022 - 23:39

اټلانټا (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د پاکستان حکومت د افغانانو لپاره د ویزې شرایط نور هم سخت کړي او د ویزې اخیستل یې د پاکستاني یوه طبعه له بلنلیک سره مشروط کړي دي.

له دې مخکې به افغانان له بلنلیک پرته په حضوري یا انلاین بڼه ویزې ترلاسه کولای شوای، خو دا کار هم دومره اسان نه و او له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان وېزه، سره له دې چې وړیا وه، په تور بازار کې په سلګونو ډالرو پلورل کېده.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د ګڼو افغانانو د ویزې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت فېسبوک‌پاڼه کې په یوه خپره شوې لنډه خبرپاڼه کې د افغانانو د ویزو د غوښتنلیکونو ردولو په اړه لیکلي چې د پاکستان ویزې لپاره ډېری غوښتنلیکونه په سمه توګه نه دي ډک شوي او په پاکستان کې د پاتې کېدو په اړه بشپړ جزئیات نه دي ویل شوي.

سرچینې زیاته کړې چې پاکستان ته د تګ لپاره د یوه پاکستاني وګړي بلنلینک اړین دی، دا بلنلیک له رسمي پاڼې پرته، که په یوه ساده پاڼه ولیکل شي هم، منل کېدای شي.

سفارت ویلي چې په دغه بلنیک کې باید د بلنې ورکوونکي ادرس، د اړیکو شمېرې او د تذکرې یا پاسپورټ شمېره هم وي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا بلنه د يو پاکستانې وګړي ترڅنګ په پاکستان کې مېشت هغه افغان وګړي هم استولی شي چې پاکستان کې د ګډوال په حيث ژوند کوي او د کډوالۍ  (پي او ار)  کارت ولري.

د عابد په نوم یو افغان وایي چې درې میاشتې مخکې یې په انلاین بڼه د ویزې لپاره اپلای کړی و، خو اوس یې غوښتنلیک رد شوی دی.

هغه پژواک ته وویل چې  خپل ناروغ پېښور ته د درملنې لپاره وړي، خو اوس نه شي کولی چې ویزه ترلاسه کړي او شرایط نور هم سخت شوي دي.

د کوزې پښتونخوا ژورنالېست او شنونکي طاهر خان وایي چې د پاکستان له خوا نوي شرایط افغانانو ته د ویزې ترلاسه کول نور هم ستونزمن کړي دي.

هغه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، اوس مهال افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، پکار ده چې د پاکستان حکومت ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

ط‍‍‍اهر خان وایي چې ډېری افغانان په پاکستان کې څوک نه پېژني او یا هم هلته یې خپلوان ژوند نه کوي، نو هغوی څه ډول بلنلیک ترلاسه کړي.

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري څخه غوښتي چې دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه د شرایطو له سختېدو سره په تور بازار کې بیا دا ویزې په سلګونو ډالرو خرڅېږي.

له دې مخکې د پژواک په یو څیړنیز راپور کې خلکو ویلي وو چې د پاکستان ویزې په ۷۵۰ ډالره په تور بازار کې خرڅېږي، خو اوس خلک وایي چې بیې تر ۱۵۰۰ ډالرو رسېدلې دي.

کابل ښاریان: په تور بازار کې د پاکستان د ویزو بیه تر۷۵۰ ډالرو رسېدلې ده

د رحیم الله راسخ په نوم د کابل اصلي اوسېدونکی چې اوس په لندن کې دی – وایي چې ده د خپلې کورنۍ څلورو کسانو ته د شېرزاد سیاحتي شرکت په همکارۍ په دوو ورځو کې یوه ویزه په ۳۲۰ ډالره ترلاسه کړې وه.

د کابل بل اوسېدونکی کریم بیا وايي چې څو ورځې مخکې یې د پاکستان شپږ ویزې، هره یوه په ۶۰۰ ډالره په کم وخت کې اخیستې ده.

د بښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د برخې فعاله سمیرا حميدي وایي په تور بازار کې د پاکستان ویزو د پلور خبر یې ترلاسه کړی دی، چې نرخونه یې ان زر ډالرو ته رسیږي.

نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي: “موږ د پاکستاني دولت له لوري افغانانو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې د محدودیتونو او د غوښتنلیک د ردولو په اړه اورېدلي دي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Visits: 800

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.