دایکنډي کې یو معلول وايي، معلولیت او بېوزلي یې ځوروي
په دایکنډي ولایت کې یو معلول چې د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی، وايي چې معلولیت او بېوزلي یې سخت ځوروي.
په دایکنډي ولایت کې یو معلول چې د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی، وايي چې معلولیت او بېوزلي یې سخت ځوروي.
د عامې روغتیا وزارت د چاپېریالي روغتیا ریاست له لوري په کابل کې ۱۰۲ ټنه تاریختېر او بېکیفیته خوراکي توکي له منځه یووړل شول.
په را روان ژمي کې د افغانستان له زیانمنو خلکو سره د نړۍوالو بنسټونو د مرستو په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې له ۴۰۰ زرو کسانو سره نغدي مرسته کوي.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په خواجه رواش سیمه کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د بغلان حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولایت کې په تېرو اتو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱ کسان مړه او ۱۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د قطر په السیلیه کمپ کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره لیدلي دي.
نړۍوال بانک په یوه تازه سروې کې ویلي چې په افغانستان کې اوس هم د ژوند شرایط سخت دي او دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي. نړۍوال…
پاکستاني چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د هغو افغانانو نوملیکنه پیلوي چې تر اوسه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي.
افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د ښځو له خوا د خپلو حقونو په اړه غږ پورته کول، د دغه هېواد لپاره ګواښ نه دی.
په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، سعودي عربستان پخواني اتل ارجنټاین ته تاریخي ماتې ورکړه، خو د ډنمارک او تونس لوبه مساوي پای ته ورسېده.
خوست کې د کوچيانو روغتيايي کلينيک چې چارې يې د تېر حکومت له ړنګېدو سره نيمګړې پاتې وې، د ځايي اوسېدونکو په مالي لګښت بشپړې او پرانیستل شو.
د پکتیا ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي خلکو د پاکستاني ځواکونو پرضد لاريون کړى او د وړمې ورځې نښته يې غندلې ده.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وايي، د دولتي پوهنتونونو د علمي کادرونو د معاش لوړولو لپاره هڅې روانې دي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په راتلونکي ژمي کې يې د روغتیایي اسانتیاوو په موخه، ۹۱ ولسوالیو کې ۳۰۱ روغتیایي مرکزونو ته طبي توکي چمتو کړي دي.
د تخار د استیناف محکمې رییس وایي، په تېر یوه کال کې د شرعي حدودو د تطبیق په موخه، په دغه ولایت کې تر ۴۰ ډېر کسان په دُرو وهل شوي دي.
د کندهار ښاروال وايي، سږ کال یې د بودجې ډېره برخه پرمختیايي چارو او د بیارغونې کارونو ته ځانګړې کړې چې د کندهار ښار د مهمو برخو د تخریب شوو سړکونو رغول هم په کې شامل دي.
په بادغیس ولایت کې کارګر د کار له نشتوالي شکایت لري او د کاري زمینې برابرولو په برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي؛ چارواکي د بېکارۍ ستونزې په تاییدولو سره وايي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت هڅه کوي څو بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ کې له ۶۰۰ کورنیو سره د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه.
د افغانستان طبي شورا نوى رئیس وايي چې د دې شورا د دولتي ازموینې اخیستو لپاره به زمینه برابره کړي.
په کابل کې د افغانستان د سوداګرو او پانګهوالو ټولنې له لوري له صنعت او سوداګرۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو سره په همغږۍ، «د افغانستان د اقتصادي بهیر پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې د کورنيو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.
افغان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د راتلونکو درېیو یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه نن دغه هېواد ته ورسېده.
په ننګرهار کې روغتيايي چارواکي وايي، د هوا په سړېدو سره د موسمي ناروغيو کچه لوړه شوې او تر ډېره کم عمره ماشومان او ښځې پرې اخته شوې دي.
په ننګرهار کې د پوليو ناروغۍ مخنيوي لپاره د واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شو؛ چارواکي وايي، په دغه کمپاین کې به ۸۵۰ زره ماشومانو ته واکسين وکړي.
د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، په ډېرو ولایتونو کې د غصب شوو ځمکو په تړاو جوړو شوو کمېټو خپل کار پیل کړی او غصب شوې ځمکې به تر پېژندلو وروسته بېرته راګرځوي.