ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍوال بانک: افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي

نړۍوال بانک: افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي

author avatar
23 Nov 2022 - 04:47
نړۍوال بانک: افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي
author avatar
23 Nov 2022 - 04:47

اټلانټا (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): نړۍوال بانک په یوه تازه سروې کې ویلي چې په افغانستان کې اوس هم د ژوند شرایط سخت دي  او  دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.

نړۍوال بانک دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په هغې سروې کې کړې چې د لېندۍ په ۲مه نېټه یې خپره کړې ده.

د دې سروې په پایلو کې راغلي چې دوه پر درې برخې افغان کورنۍ په سختۍ سره د خوړو په ګډون خپل د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.

د نړۍوال بانک له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه سروې د روان ۲۰۲۲ کال د جون او اګسټ میاشتو ترمنځ موده کې بشپړه شوې او په افغانستان کې د نوي نظام له واکمنېدو وروسته د ژوند شرايطو ارزونه په کې شوې ده.

د دغه بانک په اعلامیه کې د دې ادارې مشره ملینډا ګوډ وايي، ډېرې افغان کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، له همدې کبله باید ”د طالبانو سرپرسته اداره د معيشت، د خوړو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو خونديتوب او دوام په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.”

په اعلامیه کې دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي څو خصوصي سکټور ته لار هواره کړي چې خلکو، په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار کولو په لټه کې دي، کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د یاد بانک مسوولین خبرداری ورکوي چې ”له دې پرته به د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو هوساينه له جدي خطر سره مخ شي.”

د نړۍوال بانک دې سروې ته د ځواب ويونکو پنځه شپېته سلنه پر دې باور دي چې په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې به يې د کورنيو اقتصادي وضعيت له دې هم بدتر شي او اوس هم د ژوند شرایط سخت دي.

د یادې ادارې په خبره، دغه سلنه د وړم ۲۰۲۰ زېږديز کال په اوړي کې يوازې ۲۶ سلنه او د دې سروې په لومړي پړاو کې بيا ۵۹ سلنه وه چې د اقتصادي وضعيت په تړاو د بدبينۍ حس زياتوالی ښيي.

د تېرو دوو لسیزو موده کې نړۍوال بانک د افغانستان د بیارغاونې او پرمختیا برخو کې نږدې پنځه میلیارد ډالر مرستې کړې دي او د کرنې برخې د افغانستان تر ټولو سترې پروژې د نړۍوال بانک په مرسته ترسره کېدې.

لوېدیځو هېوادونو د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته امریکا او ځینو نورو هېوادونو د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارد ډالر شتمني کنګل کړه او دغه راز نړۍوال بانک او د پیسو نړۍوال وجهي صندوق (ای اېم اېف) هم د افغانستان لپاره د پورونو او مرستو حسابونه کنګل کړل.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تېره سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان له کنګل شوو شاوخوا اووه میلیارد ډالرو، درې نیم میلیارد ډالر به په سویس کې یوه نوي امانتي صندوق ته ولېږدول شي.

د افغانستان امانتي صندوق څارونکي بورډ غړو د دغه هېواد د کنګل شوو درې نیم میلیارد ډالرو لګولو څرنګوال‍ي په اړه پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه د دغه بورډ په لومړنۍ غونډه کې شوې چې پرون (دوشنبه) په سویس کې جوړه شوې وه.

د دغه بورډ یوه غړي ویلي، د دوی هدف دا دی چې د افغانستان خلک له دې پیسو ګټه واخلي.

نوټ: په دې خبر کې د بي‌بي‌سي پښتو څانګې له راپوره هم استفاده شوې ده.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.