د تخار د لرو سیمو زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
د تخار ولایت د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو زرګونه کورنۍ چې د څښاک له پاکو اوبو بېبرخې دي وايي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېری وخت د باران له راټولو شوو اوبو څخه استفاده کوي.
د تخار ولایت د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو زرګونه کورنۍ چې د څښاک له پاکو اوبو بېبرخې دي وايي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېری وخت د باران له راټولو شوو اوبو څخه استفاده کوي.
په لوګر کې د محمداغې ولسوالۍ د ښکار کلا د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وارداتي برېښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.
د نورستان- کونړ لارې موټرچلوونکي وايي، کلونه کېږي چې دغه لار خرابه ده او سږ کال یې جغلاچونه او هوارکاري هم نه ده شوې، که په ژمي کې واوره و اوري نو ښايي لار د ترافیکو پر مخ وتړل شي.
په لغمان ولایت کې د ٦٧ ميليون افغانيو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې او يوه بله ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د لړم ۲۴مه) ۱۳ میلیون ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د واورې سخت ورښت له امله د غور – کابل لویه لار د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
د امریکا د منځنۍ دورې په ټاکنو کې د ډیموکراتانو ګوند په سنا مجلس یا مشرانو جرګه کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د ترکيې په استانبول ښار کې د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. ترکي رسنیو د لړم په ۲۲مه خبر ورکړی چې دغه چاودنه د استقلال څلورلارې (تقسیم) ترڅنګ…
د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده قاضیانو ته سپارښتنه کړې چې پر هغو دوسیو حدود او قصاص عملي کړي چې ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي. د کندهار ولایت مقام له خوا د…
ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار کې يې د ځانګړو عملياتو په مهال د خوارجو (داعش وسلهوالې) شپږ غړي له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره يوځای نيولي دي.
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ازبکستان برېښنا سیستم کې د تخنیکي ستونزې رامنځته کېدو له کبله به د دوو ورځو لپاره په وارداتي برېښنا کې پرچاوي رامنځ ته کېږي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې لس غوره ګډونوال وستایل.
په بغلان، لوګر، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې نن له ۱۴زره ۹۱۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ګرمو جامو مرسته وشوه.
په غزني کې د چرګانو پلورونکي په دغه ولایت کې د چرګانو د مناسب پلور له نشتوالي شکایت کوي، وايي که د دوى ستونزې هوارې نه کړاى شي او له پاکستانه د چرګانو واردات بند نه شي، نو کاروبار به يې له سقوط سره مخ شي.
دعدلیې وزارت مسوولین وایي، حکومت دې د نظامي او اداري برخو ترڅنګ د زده کړو برخې ته هم پاملرنه زیاته کړي.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو پایلوبه کې انګلیستان، پاکستان ته ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي یې وګټله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وايي، فنلنډ ورسره د څلور میلیون یورو مرسته کړې څو د هغو افغانانو ژوند وژغورل شي چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې نن یو شمېر کسان د اعتراض په ډول راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې د فرعي لارو پر ځای دې د اروزګان- کندهار عمومي لاره جوړه شي.
د فوټبال له ۱۴ کلونو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا جام سیالیو په لړ کې سبا خپله دویمه لوبه له ترکمنستان سره کوي.
د استخباراتو رياست ويلي، د کابل ښار د ١٥مې امنيتي حوزې اړوند پنجصدفاميلو سيمه کې د عملياتو پر مهال پنځه داعشیان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د یوناما مشرې او په کابل کې د پاکستان شارژدافیر په افغانستان کې د سياسي او اقتصادي ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
یو شمېر یوناني ډاکتران ادعا کوي چې د پیاز او د هغه د پوست په مرسته په رحم کې رامنځته شوو دانو او فېبروم په ګډون د بېلابېلو ناروغیو درملنه کېږي او د سرطاني تومورونو د ودې مخه نیسي؛ په داسې حال کې چې ډاکتران پیاز د مغذي موادو بډایه سرچینه بولي خو وايي، د پیاز په وسیله د ناعلاجه ناروغیو درملنه تر اوسه نه ده ثابته شوې.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۴۰۰ لوډسپېکرونه نصب کړي چې پر یو وخت به اذان ترې خپرېږي.
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د يوې ښځې جسد په داسې حال کې موندل شوى چې سر ترې پرې شوى دى.