ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شیخ هبت‌الله قاضیانو ته د حدودو او قصاص جاري کولو امر کړی

شیخ هبت‌الله قاضیانو ته د حدودو او قصاص جاري کولو امر کړی

author avatar
14 Nov 2022 - 04:48
شیخ هبت‌الله قاضیانو ته د حدودو او قصاص جاري کولو امر کړی
author avatar
14 Nov 2022 - 04:48

کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده قاضیانو ته سپارښتنه کړې چې پر هغو دوسیو حدود او قصاص عملي کړي چې ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي.

د کندهار ولایت مقام له خوا د لړم په ۲۲مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، شیخ هبت‌الله دا څرګندونې د شنبې ورځ ناوخته له یو شمېر علماوو، قاضیانو او د محکمو له رییسانو سره په دغه ولایت کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې د سترې محکمې مرستیال او د زون په کچه د تمیز عالي مقام رییس او غړو، د نظامي محکمې رییس او غړو، د مرافعه محکمې رییس او غړو، د ښاري محکمې رییس او غړو، د کره کتني علماوو، د کندهار والي او نورو مسوولینو حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د اسلامي امارت مشر شیخ هیبت‌الله اخندزاده قاضیانو او د محکمو ریيسانو ته وویل: «هغه دوسیې چې ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي، مکلف یاست څو حد او قصاص ورباندې جاري کړئ؛ ځکه دا د شریعت محمدي او زما امر دی، درباندې لازم او فرض دی څو  عملي یې کړئ.»

هغه دغه راز سپارښته وکړه چې باید د غلو، انسان‌تښتوونکو او فتنه‌ګرو دوسيې په ښه ډول وڅېړل شي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت مشر په خپلو مخکنیو فرمانونو او غونډو کې هم پر دې ټينګار کړی چې د شریعت ټول احکام باید پلي شي.

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې شیخ هبت‌الله اخندزاده د حد او قصاص د عملي کولو امر کړی دی.

هغه د شیخ هبت‌الله له خولې زیاته کړې: «د غلو، انسان‌تښتوونکو او فتنه‌ګرو دوسیې په ښه ډول وڅېړئ. ــ هغه دوسیې چې د حد او قصاص ټول شریعي شرایط یې پوره کړي وي، مکلف یاست چې حد او قصاص ورباندي جاري کړئ، ځکه دا د شریعت حکم او زما امر دی او فرض دی څو ورباندې عمل وکړئ.»

د یادونې ده، له ۱۵ میاشتو راهیسې چې په کابل کې نوی سرپرست حکومت رامنځته شوی، تر اوسه یې پر چا د قصاص حد نه دی جاري کړی، خو په ځینو ولایتونو کې یې پر ځینو مجرمینو د ۳۰ دُرو حد تطبیق کړی دی.

Visits: 392

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.