ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنه؛ شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنه؛ شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

author avatar
14 Nov 2022 - 05:06
د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنه؛ شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
author avatar
14 Nov 2022 - 05:06

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د ترکيې په استانبول ښار کې د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ترکي رسنیو د لړم په ۲۲مه خبر ورکړی چې دغه چاودنه د استقلال څلورلارې (تقسیم) ترڅنګ پر غځېدلي سړک شوې چې علت يې تر اوسه معلوم نه دی.

د استانبول والي علي يرلي کايا پر خپل ټويتر لیکلي، نن مازديګر پر ځایي وخت څلور بجې او شل دقیقې په بي اوغلو سیمه کې چاودنه وشوه، پولیس او نور اړوند ارګانونه سيمې ته رسېدلي، په پېښه کې څو کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د ترکیې مرستیال ولسمشر ویلي، دغه برید د یوې ښځې له خوا شوی او ښایي چې ځانمرګی برید وي.

بلخوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا «ناوړه برید» غندلی او ویلي‌ یې دي چې په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

نوموړي په خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ اړوندې ادارې کار کوي چې د دغه ناوړه برید مرتکبین پیدا کړي.»

هغه زیاته کړې، له لومړنیو نښو نښانو ښکاري چې دا «یو ترهګریز برید»‌ دی خو زیاته یې کړه چې «د ترهګرۍ له لارې د ترکیې او د ترکیې د ولس د نیولو هدف به نه نن پوره شي او نه هم سبا.»

بلخوا ترکي رسنیو د دغه هېواد روغتیایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په دې پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي خو ځینو نورو سرچینو بیا د ټپیانو شمېر ۸۰ کسان ښیي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو له دې مخکې د کردانو د ازادۍ غوښتونکو ډلې (پي کې کې) دا ډول بریدونه ترسره کړي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت دغه چاودنه غندلې ده.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.