تر لس میاشتې ځنډ وروسته ۲۰ ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته واستول شول
چارواکي وايي، تر لس مياشتني ځنډ وروسته نن ۲۰ ټُنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته واستول شول.
چارواکي وايي، تر لس مياشتني ځنډ وروسته نن ۲۰ ټُنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته واستول شول.
د فراه مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن او ګلستان ولسوالیو کې هیڅ ډول مخابراتي خدمات نه وړاندې کېږي.
د بغلان ولایت د پوهنې رييس وايي، په دې وروستيو کې د يو شمېر ښوونځيو د زدهکوونکو شمېر کم شوى نو قومي مشران او ديني عالمان بايد ماشومان زدهکړو ته وهڅوي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو د هېوادوالو رواني روغتیا زیانمنه کړې، په همدغه بنسټ اړتیا لیدل کېږي چې نړۍوال بنسټونه د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
په هلمند ولایت کې د پوهنې ریاست په مشوره، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د افغانانو د پوهې او ظرفیت لوړونې موسسې (JACK) له لوري نن ۸۹۰ سیمهییز ټولګي پرانیستل شول.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۵۰زره ډالرو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه.
د تخار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين، په دغه ولایت کې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر تر ۱۵زرو ډېر ښيي او د دې ستونزې د هواري لپاره د يوې طرحې جوړولو…
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کانونو استخراج پر پیلېدو خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې له دغه مدرکه لاسته راغلي عواید دې د دغه ولایت د اړتیاوو رفع کولو او د رغنیزو پروژو پلې کولو برخو کې ولګول شي.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی او په تېر نظام کې د دغې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرستیال او د سیمهییزو پولیسو قوماندان عبدالصمد اڅکزی د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
په نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولین وایي، د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د کندهار پخوانی والي توریالی ویسا بېرته هېواد ته راستون شوى دى.
په هرات ولایت کې یو شمېر ښځو پر هغو ځورونو چې په لارو او کوڅو کې ورسره مخ دي، نیوکه کوي او دا د ځان پر وړاندې تر ټولو ناوړه ټولنیز چلند بولي.
د بامیان ولایت مسوولین په دغه ولایت کې د غواګانو پوستکي ویروسي ناروغۍ (لمپي سکین) ضد واکسین پیلېدو خبر ورکوي.
د اروزګان چارواکي د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۹۰۰ کیلوګرامه اوومان بوټي د قاچاق مخنیوي او په تړاو یې د یوه کس د نیولو خبر ورکوي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د تلې ۱۹مه) شاوخوا ۱۰ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د کورنیو چارو وزارت پرون په میدان وردګو ولایت کې د هغو نظامي تاسیساتو د بېرته رغولو چارې پیل کړې چې په تېرو جګړو کې تخريب شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، روسیې د کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه د افغانستان لپاره ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.
د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، وړمه ورځ یوه افغان ډاکټر په دغه ولایت کې د ۲۰۰ پرې شونډې ماشومانو وړیا عملیات پيل کړي دي.
د کابل ښاروالي وایي، د ښاري اصولو، اړوندو قوانینو او روغتیايي معیارونو د نه پاملرنې له امله يې ۲۳ د ودونو هوټلونه مهرولاک کړي دي.
د افغانستان او ترکمنستان د رېلپټلۍ ادارې مسوولین په یوه انلاین غونډه کې پر یو شمېر موضوعاتو هوکړې ته ورسېدل.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون وایي، دوی له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دغه حکومت ځیني شرطونه پوره کړي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ستر تجارتي سوداګریز مرکز (سینټورېس مال مارکېټ) کې اورلګېدلی او وروسته کابو شوی دی.
د کابل امنيه قومنداني وايي، پولیسو هغه تورن قاتل له ۷ نورو همکارانو سره نیولی چې میاشت وړاندې یې له يوه ۱۴ کلن ماشوم څخه سر پرې کړی و.