هرات ښار: (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې یو شمېر ښځو پر هغو ځورونو چې په لارو او کوڅو کې ورسره مخ دي، نیوکه کوي او دا د ځان پر وړاندې تر ټولو ناوړه ټولنیز چلند بولي.
دغه هراتۍ مېرمنې وايي، که څه هم په هېواد کې د نوي حکومت په راتګ سره، د دغه ښار په لارو او کوڅو کې د ځورونې موارد کم شوي؛ خو لاهم ډېرې ښځې په جسمي او رواني توګه ځورول کېږي.
د هرات ولایت اوسېدونکې معصومې پژواک ته د دغه مطلب د تایید ترڅنګ وویل: «ځیني وخت حتا له کوره بهر د یو محفل او مراسمو لپاره هم په سمه توګه ځانونه نه شو سینګارولای او که مو ټيکری باد هم ووهي، ځیني کسان ځورونکې خبرې او کتل کوي.»
د هرات یوې بلې اوسېدونکې شکیلا د معصومې د خبرو د تایید ترڅنګ له پژواک سره په خبرو کې زیاته کړه: «سترګې څرول د هرې ټولنې په ځانګړې توګه زموږ د افغاني او اسلامي ټولنې لپاره یو ډېر ناوړه او بد عمل دی.»
په ورته وخت کې، د یاد ولایت د ښځو حقونو فعالانې هم په دې باور دي چې په لارو او کوڅو کې د ښځو ځورول په ټولنه کې یوه ناوړه چاره بلل کېږي او ښځې تر ډېره له دې اړخه ځورېږي.
د ښځو حقونو فعاله پروین طوفان په دې باور ده چې ځیني نارینه د بېکارۍ له امله له کوره د باندې وځي او په سړکونو او کوڅو کې چکر وهي او د بېلابېلو دلایلو له امله په لفظي توګه ښځې ځوروي.
نوموړې په ژبې او یا فزیکي توګه د ښځو پر وړاندې ډېر کوچنی مزاحمت هم د ښځو پر انساني حقونو تېری بولي او ټينګار کوي چې د ښځو حقونه باید هيڅکله هم تر پښو لاندې نه شي.
له بلې خوا، د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین ټینګار کوي چې مخکې په ښار کې د ښځو د ځورونې موارد ډېر وو؛ خو اوسمهال د دغو مواردو کچه ډېره راټيټه شوې ده.
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي وايي، تر اوسه تر سلو ډېر کسان د ځورونې په تور نیول شوي او ټول امنیتي ځواکونه دنده لري چې د مشکوکو مواردو د ليدو او یا د ښځو د شکایت پرمهال، موضوع وڅېړي او رسېدنه ورته وکړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه سل کسان څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي او په دې وروستیو کې په لارو او کوڅو کې د ځورونې د مواردو کچه راټيټه شوې چې په تېره یوه میاشت کې حتا یو یا دوه موارد هم نه دي ثبت شوي.
د هغه په وینا، حکومت ژمن دی څو له هغه کسانو سره چې په لارو او کوڅو کې ښځې ځوروي، جدي او قانوني چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د رواني ډاکټرانو په اند، په لارو او کوڅو کې د ښځو ځورول د هغوی د بشري او تعلیمي حقونو پر نقض سربېره، د دوی روح او روان ته هم سخت زیان رسوي.