منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۲ غ.م
۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

په درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او کېمیاوي سرې مرسته وشوه

په لوګر، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو کې له زرګونو اړو او سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو او دغه‌راز له سلګونو کروندګرو سره د کېمیاوي سرې او تخمونو مرسته وشوه.

غړي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: د جعلکارۍ د مخنیوي په موخه معلولین او د شهیدانو وارثان بایومټریک کېږي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د دې ترڅنګ چې د معلولینو او د شهیدانو وارثانو د بایومتریک بهیر د پيلولو خبر ورکوي، له یونیسف ادارې څخه یې غوښتي چې د مصنوعي غړو د جوړولو او د شهیدانو وارثانو ته د خدماتو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

غړي

کندوز کې د ځینو رسنيو مسوولينو او خبريالانو د خپلو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه

په کندوز کې د یو شمېر رسنيو مسوولينو او خبريالانو له حکومتي چارواکو سره په لیدنه کې د ډېرې ماليې، د جوازونو تمدید، د اعلاناتو نشتوالي او معلوماتو ته پر وخت د نه لاسرسي ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

غړي

د تخار د کلیو پراختیا رییس: د حکومت له خوا د بودجې نشتوالي له امله هیڅ پرمختیايي پروژه نه ده پیل شوې

د تخار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وايي، په تېر یوه کال کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د هېڅ پرمختیايي پروژې کار نه دی پیل شوی.

غړي

زابل کې د نري‌رنځ پېښې ډېرې شوې دي

په زابل کې په داسې حال کې د تېر په پرتله د نري‌رنځ/ توبرکلوز پېښې ۲۵ سلنه ډېرې شوې چې په دغه ولایت کې د دغې ناروغۍ د درملنې ځانګړی روغتون نشته.

نور راپورونه