ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رسنیو استازي: حکومت دې د رسنیو ملاتړ وکړي

د رسنیو استازي: حکومت دې د رسنیو ملاتړ وکړي

author avatar
3 Jan 2022 - 16:29
د رسنیو استازي: حکومت دې د رسنیو ملاتړ وکړي
author avatar
3 Jan 2022 - 16:29

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۰): د رسنیو یو شمېر استازي وایي چې د مالي سرچينو نشتوالي له امله يو شمېر رسنۍ تړل شوې، حکومت بايد په دې برخه کې د رسنيو ملاتړ وکړي.

خو بل لور ته حکومتي مسوولین که څه هم د رسنیو او خبریالانو د امنیت د ټنګښت ډاډ ورکوي خو ټينګار کوي چې له منفي تبلیغاتو باید ډډه وشي.

دغه څرګندونې نن په کابل کې د هغې غونډې په ترڅ کې وشوې چې د ولایتي راډيوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې په تړاو جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د خوست ولایت د یوې خصوصي راډیو مسوول زاهدالله انګار وویل چې په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر راډیوګانې له مالي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي دا هم وویل، په ولایتونو کې داسې کوم ارګان نشته چې د رسنیو له حقونو دفاع وکړي.

انګار زياتوي: ((نوي حکومت تر اوسه نه دي ویلي چې د رسنیو پخوانی قانون لغوه دی او نه یې هم ویلي چې د هماغه مطابق دې نشرات وشي.))

ده وړانديز وکړ چې په ولايتونو کې دې د رسنيو د ستونزو د حل په موخه د حکومت او رسنيو له استازو يوه ګډه کمېټه جوړه شي.

همدارنګه په اروزګان کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول احمدشاه وویل چې په ولایتونو کې ډېرې رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل چې په ځینو ولایتونو راډيوګانو خپل نشرات ځکه بند کړي چې خپلو کارکوونکو ته معاشونه نه شي ورکولای.

د رسنيو يو شمېر نورو استازو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې په مالي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مسوول مولوي عبدالواحد وویل چې رسنۍ دې له منفي تبلغاتو ډډه وکړي او د هېواد په اړه مثبت خبرونه نړيوالو ته ورسوي.

نوموړي د رسنيو او خبريالانو د امنيت د ټينګښت په اړه ډاډ ورکړ او غوښتنه وکړه چې خپرونې بايد له اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم ترسره شي.

همدارنګه د ریاست الوزرا د اړیکو او عامه پوهاوي مسوول جمال ناصر فرهمند وویل چې حکومت د رسنیو په اړه مثبت فکر لري.

هغه وویل: ((د رسنیو په برخه کې ستونزې شته خو په ګډه به کار کوو او ستونزې به حل کړو.))

نوموړي وویل چې حکومت له رسنیو او خبریالانو سره ژمنه کوي چې مرسته به ورسره کوي او د دوی د حقونو ملاتړ به کوي.

دغه راز په یاه غونډه کې د رسنيو استازو یو پرېکړه لیک هم صادر کړ.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې په ځينو ولایتونو سيمه ييز چارواکي د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانینو خلاف پر رسنیو غیر قانوني محدودیتونه وضع کوي.

په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي چې ښځې د ټولنې نیمه برخه ده او پاملرنه نه ورته کول به په ټولنه کې د فرهنګي او ټولنیز بحران سبب شي.

پرېکړه لیک کې له حکومته غوښتل شوي چې نوی حکومت دې له رسنیو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري زیاته کړي او دوی ته دې د اطلاعاتو ورکولو معتبرې سرچینې برابرې کړي.

Views: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.