ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي

تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي

author avatar
22 Jan 2022 - 18:05
تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي
author avatar
22 Jan 2022 - 18:05

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۰): تېره اوونۍ هم له افغانستان سره د نړیوالو مرستو لړۍ روانه وه او کابل کې اقتصادي کنفرانس هم جوړ شو، خو تر څنګ یې د نهو ولایتونو په بېلابېلو پېښو کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د اوونۍ مهم خبرونه:

  • افغان چارواکي اقتصادي کنفرانس ته: د مشروعیت شرایط مو پوره کړي، نړۍ مو دې حکومت په رسمیت وپېژني.
  • ملګري ملتونه: پر افغانستان د بندیزونو لرې کېدو په اړه خبرې کوو.
  • اروپايي ټولنې کابل کې سفارت پرانیست.
  • امریکا: که افغانستان کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي، د ښوونکو تنخواګانې یې ورکوو.
  • ترکیه: د افغانستان د نظام پر ضد هېڅ ډول خوځښت ته اجازه نه ورکوو.
  • تېره اوونۍ هم نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په بشري برخه کې د میلیونونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.
  • امریکا: له افغانستانه بیول شوې چورلکې بېرته دغه هېواد ته نه ورکول کیږي.
  • کابل کې لاریون کوونکو د ديني او ملي ارزښتونو پر ساتنې ټينګار وکړ.
  • تېره اوونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په بدخشان، بغلان، بلخ، فارياب، کابل، خوست، کونړ، لغمان او پکتيا ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د یوه مجرم د تعقیب پر مهال د امنيتي ځواکونو د ډزو پر مهال يو ماشوم وژل شوی دی.

دغه راز، د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې سرګلولې د چاودېدو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او پلخمري ښار کې بيا ناپېژاندو وسله والو موټرسایکل سپرو یو کس وژلی دی.

د الفتح قول اردو ویلي چې د بلخ په کُشنده ولسوالۍ کې يې د «مقاومت جبهې» لس تنه وژلي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله والو د فارياب په لولاش ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی او د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د «عبدالعلي‌کلا» په سیمه کې یي درې وروڼه وژلي دي. له دغو درېیو وروڼو یوه یې د امنیتي کسانو په لیکو کې کار کاوه.

د راپورنو پربنسټ، د کابل په بُتخاک سیمه کې چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور امنیتي سرتېري یې ټپیان کړي دي.

دغه راز، په خوست ښار کې د لاریون پر مهال ډزې شوې چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ ناپېژانده وسله والو د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې یو کس پر ډزو وژل شوی دی.

دغه راز د راپورونو له مخې، د کونړ د نرنګ ولسوالۍ په ډاک سیمه کې پر یوه موټر ډزې شوي چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د کونړ ولايت چارواکي وايي چې په سوزکي موټر کې د عامو خلکو ترڅنګ د هغې کورنۍ ځینې غړي هم ناست وو چې شخصي دښمني يې درلوده.

د راپورونو پر بنسټ، د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د پاسپورټ ادارې د ساتونکو په ډزو کې يوه ښځه او يو ماشوم ټپيان شوي دي او د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې په بورۍ کې د يوه ځوان جسد موندل شوى دى.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په کابل، هرات، فاریاب، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.

 

اقتصادي کنفرانس

تېره اوونۍ افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره اقتصادي کنفرانس جوړ شو. په دې غونډه کې افغان لوړپوړو چارواکو او د شلو هېوادونو او ملګرو ملتونو په ګډون د اتو نړيوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.

افغان چارواکو په دغه کنفرانس کې وویل چې په هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره ده، نړیواله ټولنه دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او مرستې دې ورسره وکړي؛ ځکه چې د مشروعیت ټول شرایط یې پوره کړي دي.

د افغانستان رییس الوزرا ملا محمد حسن وویل، که نړیوال د افغانستان پر ځان بسیاینې په مخ کې پراته خنډونه لرې کړي، نو دغه هېواد طبیعي شتمنۍ لري او دی باوري دی چې طبیعي پانګه به یې هېواد له ستونزو راپورته کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په دغه کنفرانس کې وویل ملګري ملتونه پر افغانستان د بندیزونو لرې کېدو په اړه خبرې کوي. هغې زیاته کړه چې افغانستان کې دې زده کړو ته زمینه برابره شي، د ښځو تعلیم ته دې پاملرنه وشي، پانګوالو ته دې له امنیتي پلوه ډاډ ورکړل شي او د ټولو قومونو مسلکي کسان دې حکومت کې داخل کړل شي، تر څو د افغانستان اړیکې له ټولې نړۍ سره سمې شي.

هغې یو ځل بیا وویل چې ملګرو ملتونو ملاتړو هېوادونو ته داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې له افغانستان سره اته میلیارده ډالر مرسته برابره شي.

له سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل

تيره اونۍ د دې تر څنګ چې د نړۍ د شلو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو کابل کې اقتصادي کنفرانس کې برخه واخیسته، اروپایي ټولنې کابل کې سفارت پرانیست او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ وویل، که په افغانستان کې د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي، نړۍ او هېواد یې چمتو دي ښوونکو ته یې معاشونه ورکړي.

هغه له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان د اوسني حکومت پر رسمیت پېژندلو لپاره اوس مهالوېش نه لري، خو غواړي له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو مخکې د طالبانو له لوري ځیني اقدامات وویني.

د کورنيو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل، د ترکیې سفیر د دغه وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان د نظام پر ضد هېڅ ډول خوځښت ته اجازه ورنه کړي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، کابل کې د چین سفیر بیا د دغه وزارت له سرپرست سره په خبرو کې، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو ستونزو پړه پر امریکا اچولې او په افغانستان کې یې د افغانانو په خوښه د حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی.

له افغانستان سره مرستي

تېره اوونۍ د افغانستان بانک کابل ته د بشري مرستو لپاره د ۳۲ میلیون امریکايي ډالرو له رسېدو خبر ورکړ، ویې ویل چې دغه پیسې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شوې.

دغه راز اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۲۲۰ میلیونه یورو مخکنۍ مرستې سربېره، ۲۶۸ میلیونه یورو نوره بشردوستانه مرسته اعلان کړه او ویې ویل چې افغانستان کې د زده کړو، د خلکو د ژوند خوندیتوب، عامې روغتیا او له بېځایه شويو کډوالو سره د مرستو په برخه کې یې د شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت پروژې پیل کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) بیا په ایران کې له مېشت افغان کډوالو سره د یو میلیون پونډ مرستې خبر ورکړ ، ویې ویل چې دغه مرسته بریتانیا هېواد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر پیټرماریر او د ملګرو ملتونو سازمان له له یوه مهم چارواکي سره د افغانستان په اړه خبرې کړې، ویلي یې دي چې امریکایان د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش، له سخت فقر سره د افغانانو د مخ کېدو خبرداری ورکړی، ټینګار یې کړی چې له افغانانو سره د مرستو لپاره باید نړیوالې هڅې همغږې شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران‌خان او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین بیا تيره اوونۍ د ټيلېفون پر ليکه د خبرو پر مهال له کنګل څخه د افغانستان د شتمنۍ پر ایستلو ټینګار وکړ. د روسيې ولسمشر د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړې. هغوی په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول په دغه هېواد کې د تلپاتې ثبات او امنیت ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار وبلله.

د امریکا متحده ایالتونو وروسته له هغه د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه چې د افغانستان پخواني حکومت له منځه ولاړ او ځای اوسني سرپرست حکومت ونیو.

له افغانستانه له بېول شویو چورلکو سره څه کیږي؟

د امریکا دفاع وزارت وايي، هغه چورلکې د افغانستان حکومت ته نه سپارل کېږي چې افغانستان کې د سیاسي تحول پر مهال د افغانستان ځینې پیلوټانو تاجکستان او ازبکستان ته بیولې دي.

دغه وزارت ویلي، دوی تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې له دې چورلکو سره به څه کېږي، چا ته به ورکول کېږي او کوم ځای کې به ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد د تېرې مرغومې په ۲۱مه وویل چې دغه چورلکې باید بېرته افغانستان ته ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، په تېره زمري میاشت کې د سیاسي تحول پر مهال د افغانستان تر څلوېښت ډېرې چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته بیول شوې دي.

خلک څه وايي؟

تېره ورځ کابل کې زرګونو لاریون کوونکو د حجاب پر ګډون، د ديني او ملي ارزښتونو پر ساتنې ټينګار وکړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د يادو ارزښتونو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان مطبوعاتي دفتر په یو ټویټ کې لیکلي و، عمران خان اړوندو چارواکو ته ویلي چې له دوستو هېوادونو سره د دوه اړخیزو همکاریو له لارې دې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په موخه، دغه هېواد ته په شرایطو برابرو او متخصصو کسانو- په تېره د طب، معلوماتي ټکنالوجۍ، مالي او حسابدارۍ برخو کې- د استولو موضوع و ارزوي.

تېره اوونۍ یو شمېر لاریون کوونکو د عمران‌خان د خبرو په غبرګون کې وویل چې افغانان پردیو متخصصینو ته اړتیا نه لري.

دغه راز لغمان کې معلولينو د لاريون پر مهال او کابل کې يو شمېر ښځو یوه ناسته کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي.

کابل کې یو شمېر ښځو د لاریون پر مهال بیکاري او د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د افغانانو پر وړاندې لویې ستونزې وبللې او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې له افغانانو سره مرستې وکړي.

Visits: 202

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.