منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

 اروزګان مېشتي کوچیان له حکومت او مرستندویه ادارو مرستې غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۸ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۰): اروزګان مېشتي کوچیان وايي، حکومت او مرستندویه ادارو له پامه غورځولي او له هر ډول مرستو بې برخې دي.

د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پنځه زره کوچي کورنۍ ژوند کوي چې د نورو په څېر دوی هم تېرو جګړو او وچکالیو سخت اغېزمن کړي او ډېر یې اړ شوي چې خپل څاروي وپلوري.

دغه ارزوګان مېشتي کوچیان د خپلو حقونو غوښتنه کوي او وايي حکومت او مرستندویه ادارې دې له دوی سره هم مرستې وکړي.

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې مېشت کوچي محمد عظیم پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټول هېواد کې د مرستو لړۍ پیل شوې خو دوی ورڅخه بې برخې دي.

هغه زیاته کړه، هیڅوک یې خپلې ادارې ته نه پرېږدي او نه عریضې ورڅخه اخلي.

ده ګیله وکړه چې هره ورځ زرګونو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل کېږي خو دوی څوک یادوي هم نه.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د نورو په څېر د دوی لاسنیوی  هم وکړي او مرستې دې ورسره وشي.

ملک زرین چې ځان د کوچي کورنیو استازی معرفي کوي وايي، په سږني ژمي کې تر بل هر وخت ډېر له ستونزو سره مخ دي چې نه یوازې سرپناه نه لري، بلکې د خوراک او پوښاک لپاره هیڅ نه لري.

هغه پژواک ته وویل، له لسګونو کوچیانو سره یو ځای څو ځلې دولتي ادارو او د مرستندویه موسساتو دفترونو ته ورغلی او د مرستو غوښتنه یې کړې خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

دی وايي: ((په وروستیو میاشتو کې اروزګان ته د میلیونونو افغانیو په ارزښت مرسته راغلې خو موږ ته چې شمېر مو ۵۲۰۰ کورنیو ته رسېږي یوازې ۱۰ بوجۍ پنځوس کیلویي غنم راکړل شوي دي.))

دوی زیاتوي، له دې وروسته نه پرېږدي چې حق یې بل چا ته ورکړل شي، بلکې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره به هڅې کوي.

د اروزګان د کوچیانو چارو امر مولوي امین الله نظام پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې مېشت کوچیان له پامه غورځول شوي او غوښتنې یې پر ځای دي.

هغه زیاته کړه، کوچیان له لومړنیو خدماتو بې برخې دي او هر ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی مني چې اروزګاني کوچیانو ته تر دې مهاله یوازې لس بورۍ غنم د مرستې په توګه ورکړل شوي په داسې حال کې چې د هغوی شمېر له پنځه زره اوړي.

دی هم غوښتنه کوي چې کوچیانو ته دې پام وشي او د دوی حق دې بل چا ته نه ورکول کېږي.

نظام وایې، د کوچیانو ستونزې یې د دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون مرستندویه ادارو ته هم رسولي خو پایله یې نه ده ورکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه