کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): د ناروې ناستې د ګډونوالو د طرحې په اساس د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره باید ژر د ملګرو ملتونو سازمان په همکارۍ ټولګډونه سیاسي بهیر پیل او د تېرېدونکې حقوقي دورې چوکاټ په توګه دې لنډمهاله اساسي قانون اعلان شي.
د شنبې په شپه د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوي له لوېدیځو چارواکو او ځينو افغان سیاسیونو سره د لیدو په موخه د ناروې پلازمېنې اسلو ته سفر وکړ.
د ناروې پلازمېنه اسلو کې له افغان شخصیتونو سره د سرپرست حکومت د پلاوي د ناستې په لیدنه کې له بحران څخه د افغانستان د وتلو لپاره د لوریو ترمنځ پر ګډو همکاریو او تفاهم ټینګار شوی دی.
د دغې ناستې ګډونوالو له بحران څخه د افغانستان د وتلو لپاره د سیاسي حل لارې پیداکولو په موخه یوه طرحه صادره کړې، په دې طرحه کې د افغانستان د اساسي ستونزو د حل او له اوسني بحران څخه د وتلو حل لارې بیان شوې دي.
په یاده طرحه کې راغلي: ((افغانستان کې وروستيو بدلونونو زموږ هېواد له بې مخینې ستونزو او فرصتونو سره مخ کړی. اقتصادي او بشري بحران میلیونونه هېوادوال تر فقر کرښې لاندې رسولي. دغه بحران د وخت په تېرېدو سره د پراخېدو په حال کې دی.))
د یادې طرحې جوړوونکو د جګړې پای ته رسېدل افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره لوی فرصت بللی او وايي، د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه له دغه بحران څخه د افغانستان د تېرېدو او ګډو هڅو د لاسته راوړلو لپاره ګډو همکاریو ته اړتیا لري.
اساسي ستونزې
د اسلو ناستې ګډونوالو د افغانستان اصلي ستونزه د یوه استازي او ټولګډونه حکومت نه لرل یاد کړي او وايي، دغې ستونزې افغانستان انزوا ته وړی او اصلي قرباني یې د دغه هېواد خلک دي.
د دوی په خبره، د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه ښځو اساسي حقونه په اساسي ډول نقض شوي او د انعطاف منلو د نه شتون وضعیت، دوام هېواد کې د تاوتریخوالي د نوي پيل خطر ډېروي.
د حل لارو لپاره نظرونه
د دغې طرحې په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان کې اوسنی بحران یوه ټولګډونه سیاسي بهر پیلېدو ته اړتیا لري او په دغه سیاسي بهیر کې دې د تېرېدونکې دورې د حقوقي چوکاټ په نوم لنډ مهاله اساسي قانون اعلان شي.
د دغې طرحې په اساس، یاد سیاسي بهیر دې ژر (تر دوو میاشتو) پیل او د سیاسي نقشې پر لار دې کار پیل شي، تر هغه وخته دې افغانستان کې د حاکمیت، د سوله ییزې مبارزې حق د ټولو په ځانګړې توګه ښځو لپاره تامین کړي، د بیان ازادي دې د خلکو د اساسي حق په توګه وساتل شي څو د افغانستان خلک غږ ولري.
دغه راز دې د سیاسي بنسټونو او خلکو ازاد فعالیتونه تامین شي. د خلکو په ځانګړې توګه ښځو خصوصي حریم دې نه نقض کېږي. هغه کسان چې د لاریونونو په نتیجه کې نیول شوي ازاد د نامعلومو کسانو په ځانګړې توګه معترضو ښځو برخلیک دې معلوم شي.
په یاد سیاسي بهیر کې چې د ملګرو ملتونو سازمان په همکارۍ به جوړ شي د سیاسي توافق پر یوه سیاسي لار دې عمل وشي، د دغې سیاسي لارې په نتیجه کې دې د اساسي قانون د تسوید او بیړنۍ لویې جرګې د تدویر لپاره کمېسیون جوړ شي، دغه لویه جرګه کې دې د روان میلادي کال تر اګسټ میاشتې مخکې ترسره شي او د یوې مشخصې دورې لپاره دې ټولګډونه انتقالي حکومت وټاکي.
انتقالي حکومت دې د نوي اساسي قانون له مخې، د ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه برابره کړي. نوی اساسي قانون دې له تبعیض پرته د ټولو هېوادوالو حقونه تامین کړي او د عمومي او ازادو ټاکنو له لارې دې د حکومت د سوله ییز بدلون او ځواب ورکوونکي حکومت جوړېدو لپاره دې لار جوړه کړي.
په نوي اساسي قانون کې دې په ولایتونو کې د ښې حکومتدارۍ پر تقویه چې د دغو ولایتونو د اوسېدونکو پر وړاندې مسوول او ځواب ورکوونکي وي ټینګار وشي. د سیمې په کچه دغه حساب ورکول د نننۍ ټولنې اساسي اړتیاوې دي.
ژر تر ژره د ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو خلاصېدل د خلکو اساسي اړتیا ده، د وخت له ضایع کولو پرته دې د زده کړو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه او د ښځو د کار پر مخ دولتي ادارې خلاصې شي.
بلخوا نړیوالې بشري مرستې دې د خصوصي سکټور او ټولنیزو بنسټونو له لارې په عادلانه او اغېزناک ډول د افغانستان د اړمنو خلکو په واک کې ورکړل شي او دغه کار دې د افغانستان د بانکي نظام په ځانګړې توګه خصوصي بانکونو په وسیله ترسره شي څو د حیف و میل کېدو له خطر څخه خلاص شي.
په دې برخو کې د نړیوالې ټولنې قدم په قدم پرمختګ افغانستان له انزوا وباسي او د سیاسي توافق په ترسره کېدو او انتقالي حکومت په پیلېدو سره د طالبانو پر مشرانو نړیوال محدودیتونه لرې او کنګل شوې پیسې بېرته ازادېږي.
په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانستان کې د جګړې تجربې روښانه کړې چې هېواد کې د سیاسي تاوریخوالي د مخنیوي او شخړو د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي اجماع رامنځته کېدل یوازینۍ حل لاره ده او باید د نه تاوتریخوالي فرهنګ ترویج شي، ځکه تاوتریخوالی او ځپل د حل لار نه ده.
Views: 5260
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن