کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ نولس کلنو لوبډله نن ماښام پنځه نیمې بجې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له انګليستان سره لوبه کوي.
دغه څرګندونې د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فېسبوکپاڼې کړې دي.
افغان لوبغاړي په هغې ويډیو کې چې کرکټ بورډ خپره کړې، وایي چې د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی لري، ډاډ ورکوي چې دغه سیالي به ګټي او پایلوبې ته به لار مومي.
د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډله د نړیوالو جام په روانو سیالیو کې سريلانکا لوبډلې ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن