کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان کرکټ نولس کلنو لوبډله نن ماښام پنځه نیمې بجې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له انګليستان سره لوبه کوي.
دغه څرګندونې د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فېسبوکپاڼې کړې دي.
افغان لوبغاړي په هغې ويډیو کې چې کرکټ بورډ خپره کړې، وایي چې د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی لري، ډاډ ورکوي چې دغه سیالي به ګټي او پایلوبې ته به لار مومي.
د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډله د نړیوالو جام په روانو سیالیو کې سريلانکا لوبډلې ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووته.
هغه ویلي، که هر افغان لوبغاړي په یادو سیالیو کې سلیزه ووهله او یا یې پنځه لوبغاړي وسوځول، دوه زره ډالره، غوره لوبغاړي ته زر ډالر او که چا پنځوسیزه ووله، ۵۰۰ ډالره انعام ورکوي.
سرچینه زياتوي، افغان لوبډلې سريلانکا ته د ۱۳۷ منډو هدف ورکړی و، خو د سريلانکا وروستی لوبغاړی په اووه څلوېښتم اور کې وسوځېد او په دې ډول افغانستان دغه بریا په خپل نوم کړه.
له انګليستان سره نیمه پایلوبه کې په مخ کېدو سره افغان لوبډلمشر محمد نبي هم لوبغاړو ته د ښې لوبې پر سر د نغدو پیسو انعام ټاکلی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










