ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غالۍ اوبدونکې‎: حکومت دې زموږ ملاتړ وکړي

غالۍ اوبدونکې‎: حکومت دې زموږ ملاتړ وکړي

author avatar
13 Feb 2022 - 14:57
غالۍ اوبدونکې‎: حکومت دې زموږ ملاتړ وکړي
author avatar
13 Feb 2022 - 14:57

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): غالۍ اوبدونکې ښځې- چې په دودیز ډول یې دغه کار زده کړی او د سواد له نعمته بې برخې دي؛ خو په خپلو هنري ګوتو داسې غالۍ اوبي چې تولید یې په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی، له حکومته غواړي چې ‎ په دې برخه کې یې ملاتړ وکړي او ویې روزي.

۳۰ کلنه زینب چې له دوو کلونو راهیسې یې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې، وايي چې بې سواده ده او غالۍ اوبدل یې له خپلې خور زده کړي؛ خو تل یې هڅه کړې چې تر بل هر چا ښه او غوره کار وکړي.

زینب هغه مهال دغه کار ته مخه کړه چې د پنځه کسیزې کورنۍ یوازېنی سرپرست (خاوند) یې چې لاسي کراچۍ یې درلوده، په یوه پېښه کې د ګرځېدو توان له لاسه ورکړ.

دغه مېرمن له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار د دشت برچي اړوند په «کوه چهل دختران» ساحه کې ژوند کوي.

زینب په یوه کوچنۍ کرايي خونه کې له خپلې کورنۍ (خپل خاوند او درېیو اولادونو) سره د ژوند کولو ترڅنګ د غالۍ اوبدلو کارګاه هم اېښې او کار کوي.

د دې وړې کوټې په یوه کونج کې د زینب د غالۍ اوبدلو ماشین اېښی او په بل کونج کې یې معیوب خاوند د بادامو پر ماتولو بوخت دی چې د یو من بادامو ماتولو په بدل کې له یوه سوداګره ۵۰ افغانۍ اخلي.

زينب د يوه شرکت په وړاندیز غالۍ اوبي او د يوې وړې غالۍ اوبدلو په بدل کې ترې شپږ زره افغانۍ ترلاسه کوي.

هغې وويل: «په درېيو تر درې نيمو مياشتو کې يوه غالۍ بشپړوم؛ مخکې مې د غالۍ اوبدلو کار په پای کې ۶۰۰۰ افغانۍ اخيستې چې زموږ یو څه درد یې دوا کاوه؛ ‎اوس ګراني ډېره شوې، خپل ژوند په ډېرو ستونزو سره تېروو.»

زينب له سرپرست حکومته غواړي چې د دې په څېر ښځو لپاره د ودې زمينه برابره کړي او ملاتړ يې وکړي.

هغې وويل، ډېرې غالۍ اوبدونکې ښځې سواد نه لري او د غالیو اوبدل یې په دوديزه بڼه‎ زده کړي دي. هغې په دې برخه کې له حکومت او مرستندويه موسسو وغوښتل چې دې او د دې په څېر مېرمنو لپاره روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.

۳۶ کلنه صدیقه یوه بله غالۍ اوبدونکې ده چې ښه اقتصادي وضعیت نه لري؛ خاوند یې د مخکني نظان له پرځېدو وروسته بېکاره شوی دی.

دغې ښځې هم چې بې سواده ده او پنځه اولادونه لري، غالۍ اوبدل یې له خپلو خپلوانو زده کړي او له دې لارې چې کومې پیسې ګټي، په ډېره سخته پرې خپلې ورځنۍ ستونزې هواروي.

صدیقه چې له شپږو کلونو راهیسې د غالۍ اوبدلو کار کوي، وایي: «مسوول شرکت موږ ته ټول خام مواد برابروي، موږ یوازې د غالۍ اوبدلو مسوولیت لرو؛ د غالۍ نور کارونه د بل کس مربوط دي.»

هغه هم وایي چې د هرې غالۍ اوبدلو په بدل کې شپږ زره افغانۍ اخليِ؛ خو که غالۍ لویه وي، یو څه  ډېرې پیسې ورکول کېږي.

نوموړې چې ویل یې د يوې لويې غالۍ اوبدلو په بدل کې تر ٢١زره افغانيو ورکول کېږي، زیاته کړه چې په ژوند کې له ستونزه سره مخ ده.

هغه له ‎سرپرست حکومته غواړي چې له دغو ښځو ملاتړ او د معیاري روزنې زمینه ورته برابره کړي.

هغې زیاته کړه: «له اسلامي امارته زموږ غالۍ اوبدونکو ښځو یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي؛ د غالیو تجارت ته پاملرنه وکړي؛ زموږ لپاره د لا مسلکي کېدو لپاره کورسونه جوړ کړي؛ موږ غواړو چې ملاتړ مو وشي.»

حکومتي مسوولین د ښځو غالۍ اوبدونکو کار ستایي ‎او د غالۍ اوبدونکو د ملاتړ لپاره د ځینو اقداماتو د پیل خبره کوي.

د سرپرست حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني د ښځو د دې غوښتنې په اړه پژواک ته وويل، د لاسي صنايعو، په ځانګړي ډول په دوديزه بڼه غالۍ اوبدنې د هېواد او کورنيو په اقتصاد کې مخکښ رول درلود او لري یې.

هغه زیاته کړه: ‎«په ځانګړې توګه ښځې کولای شي د خپلو کورنیو اقتصاد په ښه کولو کې ښه رول ولوبوي.»

هغه زیاته کړه چې «اسلامي امارت» له خصوصي سکټوره ملاتړ کوي او پیاوړی کوي یې او او دغه راز د دغه سکټور ستونزو ته د رسېدو لپاره یې له نورو ادارو سره په همغږۍ د هوارولو هڅه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر په دې اړه وویل: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غالۍ اوبدنې سکټور ته د ودې ورکولو او د هغو ښځو د پرمختګ لپاره چې په کلیو او بانډو کې غالۍ اوبي، پر دوو اساسي پلانونو کار کوي.»

هغه زیاته کړه، وزارت په پام کې لري چې د مخکښو شرکتونو یا فابریکو له لارې د غالۍ اوبدلو سل زره کارګاوې برابرې کړي چې دغه کارګاوې به په ټول هېواد کې غالۍ اوبدونکو ته ووېشل شي.

نوموړی وایي، د وزارت دویم پروګرام ‎دا دی چې له عراق، مرکزي اسیا، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان څخه سل زره د وړیو اوبدلو کارګاوې هم واردې کړي.

دغه کارګاوې به د هغو فابريکو کارخونو مالکانو ته ووېشل شي چې نومونه يې له وزارت سره د غالۍ اوبدلو او وړيو په صنعت کې ثبت دي او جوازونه لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ‎د دغه وزارت درېيم پروګرام د اوبدلو په برخه کې روزنيز پروګرامونه، د غاليو او وړيو د رول او د غاليو د توليد نور پړاوونه دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.