Language

بلخ کې د «کا» ټابلیټونو د تولید یوه کارخونه له ‌منځه یوړل شوه

مزارشریف (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د «کا» ټابلیټونو یوه کارخونه له منځه وړې او په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کا ټابلیټ د جوړولو یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دغې کارخونې اته پایې د کا ټابلیټ جوړولو ماشیونه، ۱۹۰۰ تابلیت کا او یو څه اندازه خام ترکیبي مواد هم ترلاسه شوي دي.

امنیه قومانداني وايي چې د دغو ټابلیټونو د تولید په تړاو درې کسان هم نیول شوي چې دوسیې به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.