ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ريکشا چلوونکی شاعر: څلورمه شعري ټولګه مې هم چاپ ته چمتو ده

ريکشا چلوونکی شاعر: څلورمه شعري ټولګه مې هم چاپ ته چمتو ده

author avatar
22 Feb 2022 - 15:46
ريکشا چلوونکی شاعر: څلورمه شعري ټولګه مې هم چاپ ته چمتو ده
author avatar
22 Feb 2022 - 15:46

مزارشريف (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): بلخي شاعر پښتون ساپى چې دا مهال په مزارشريف ښار کې ريکشا چلوي وايي، درې شعري ټولګې يې چاپ شوي او څلورمه یې هم چاپ ته چمتو ده.

عظم الدین پښتون ساپي چې اوس‌ مهال د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې ریکشا چلوي، پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ دی، خو له شعر او شاعرۍ سره یې مینه ده او  له کابو اتو کلونو راهیسې شعرونه وايي.

هغه زياتوي چې اوس هم شعر لیکي او شعر ټولنې ته د پيغام رسولو وسیله بولي.

ده د خپلې ریکشا پر شا لیکلي: “ودې پېژندم؟ پښتون ساپی یم هغه د درېيو کتابونو لیکوال.”

پښتون ساپی وايي: “کله چې خلک پر ریکشا لیکنه لولي، نو له ما پوښتي او زه ورته وضاحت ورکوم، چې ناهیلی نه یم او غواړم ځوانانو ته وښايم چې په هر حالت کې کولای شي، د وطن لپاره کار وکړي، لکه څنګه چې زه د شاعرۍ له لارې دغه خدمت کوم.”

دی وايي، موخه یې له دغه ډول لیکنې دا ده چې ځوانانو ته انګیزه ورکړي او ناهیلۍ ته یې پرې نږدي.

ده همدارنګه وویل چي که څوک غواړي ټولنې ته خدمت وکړي، نو پيل یې باید له ځانه وکړي.

د هغه  په وینا، دی ځکه ریکشا چلوي چې له دې لارې ځان او کورنۍ ته خدمت وکړي.

ساپی همدارنګه وايي چې له دې لارې غواړي چارواکو ته هم جوته کړي چې اوسمهال هم وطن کې کادرونه شته او که حکومت ورته د کار زمینه مساعده کړي نو حاضر دی چې له دې لارې خپل هېواد او خلکو ته کار وکړي.

د دغه شاعر لومړنۍ شعري ټولګه “زړه مې په تا سپارمه” څلور کاله وړاندې چاپ شوه، دویمه شعري ټولګه یې “ته مې ژوند یې” کابو دوه کاله مخکې او درېیمه شعري ټولګه یې “زه او ته” د روان کال د غويي په میاشت کې چاپ شوې ده.

د دغه شاعر ډېری شعري محتویات تصوفي او حماسي دي او وايي چې حماسي شعرونو یي شهرت ورکړی دی.

د يادونې ده چې د پښتون ساپي ترڅنګ ګڼ شمېر نور شاعران هم شته چې کوښښ کوي د خپل شعر او شاعرۍ له لارې ځوانانو ته د وطني مينې د پاللو ترڅنګ د خدمت کولو انګېزه ورکړي.

Visits: 353

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.