ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: د کرونا په درملنه کې د هوږې ګټه تر اوسه نه ده ثابته شوې

د طب پوهان: د کرونا په درملنه کې د هوږې ګټه تر اوسه نه ده ثابته شوې

author avatar
26 Feb 2022 - 18:31
د طب پوهان: د کرونا په درملنه کې د هوږې ګټه تر اوسه نه ده ثابته شوې
author avatar
26 Feb 2022 - 18:31

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکي او هېوادوال له هوږې استفاده د کرونا ناروغۍ لپاره ګټوره بولي خو طبي پوهان وايي چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ لپاره د هوږې ګټورتوب نه دی ثابت شوی او دا باور چې ګواکې خوړل یې ګټه کوي، باید رامنځته نه شي.

هوږه د کرونا په درملنه کې ګټوره ده

د ایران د « دانشجویان ایران ایسنا» خبري اژانس د «ویژه‌گی‌های عصارۀ سیر در درمان کرونا» په نوم راپور خپور کړی او لیکلي یې دي: ((څېړنو ښودلې چې هوږه د ویروسونو ضد طبیعي سرچینه ده چې پر کرونا ویروس د له اخته کېدو مخنیوی کوي.))

د یاد مطلب په پای کې راغلي چې په انګلېستان او چین کې هم د کرونا د درملنې لپاره د هوږې د ګټورتوب په اړه ورته څېړنې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د ټولنیزې شبکې کاروونکې ملیکا مهدوي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د مهربانۍ له مخې هوږه او زنجبیل په خوړو کې مه هېروئ.

هغې زیاته کړې چې په دوه ګیلاسه اوبو کې د «هوږې» د څو غوزو جوشول او کرونا ناروغ ته یې ورکول معجزه کوي.

ایران انټرنېشنل هم پر خپله ټویټرپاڼه د ایران د عامې روغتیا د مرستیال له قوله لیکلي چې د کرونا د درملنې لپاره له زعفرانو، عنابو او شېرین بویې استفاده وکړئ.

خو په ټولنیزو پاڼو کې د دغو مطالبو خپرول هېوادوال د هغې خوړلو ته هڅوي او د دې لامل شوې چې هېوادوال روغتیايي لارښوونې کمې په پام کې ونیسي.

د کابل د خوشحال خان سیمې یوه اوسېدونکي حبیب الله وویل: ((وروسته له هغه چې د هوږې په ګټه پوه شوم، کور کې کیلو، کیلو هوږه مصرفوو او د خدای (ج) په فضل څوک مو پر کرونا نه دي اخته شوي.))

حبیب الله چې ماسک یې نه درلود، زیاته یې کړه: «په کور کې هيڅوک ماسک نه کاروو او تر اوسه مو واکسین هم نه دی کړی؛ ځکه پوهېږو چې هوږې زموږ د بدن مقاومت لوړ کړی دی.»

خو د کابل اوسېدونکې افسانه وایي: «ما په څو ټولنیزو پاڼو کې لوستلي چې هوږه که وخورئ، پر کرونا نه اخته کېږئ، نه مې واکسین کړی، نه هم ماسک کاورم؛ شاوخوا یوه میاشت مخکې پر کرونا اخته شوم او سخته ناروغي مې تېره کړه.‎»

خو حقیقت دا دی چې د کرونا درملنې لپاره د هوږې اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی.

د افغان- جاپان روغتون د «IPC» څانګې مسوول ډاکتر مېړني براتزي پژواک ته وویل چې کرونایي ناروغانو په درملنه کې د هوږې اغېزناکوالي په اړه تر اوسه کومه څېړنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: «پر کرونا د اخته کسانو یوه عمده ستونزه، د ستوني خارښت او درد دی؛ دغه ناروغان په ستوني کې د بندښت احساس کوي.»

نوموړي وویل چې هوږه د کرونا ناروغانو درملنې لپاره ګټه نه لري؛ نو ځکه د یادې ناروغۍ لپاره د هغې اغېزناکوالی نه شي تاييدولای.

د افغان- جاپان روغتون موظف ډاکتر له کورنیو او کرونایي ناروغانو وغوښتل چې د عامو خلکو له خوا د وړاندیز شوو خوړو او بوټو له کارولو ډډه وکړي او د ښې درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لاړ شي او د ډاکتر په لارښوونه عمل وکړي.

په ورته مهال د روغتیا او پوهنې نړیوال انسټیټیوټ رییس ډاکټر کامیار علايي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د دې په لټه مه اوسئ چې په خوړو سره به مو درملنه وشي؛ نه د هوږې، نه ادرک او نه  د لېمو!

هغه زیاته کړه چې له خوړو په ګټه اخیستنې سره باید ناسم باور رامنځته نه شي.

نوموړې دې ته په اشارې چې پر ویروس اخته کېدل اسانه او مخنیوی یې خورا ستونزمن دی، وویل چې له دې ناروغۍ د مخنیوي یوازېنۍ لار ناروغ ته نه نږدې کېدل دي.

پژواک خبري اژانس څو ځلې هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتيا وزارت نظر هم له ځان سره ولري؛ خو د وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.