Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکايي ځواکونو بمبار کې د وراني شوي «ابراهیم کارېز» کلي خلک له حکومته مرسته غواړي

ښرنه (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۰): د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيم کارېز کلي خلک له حکومته غواړي د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې د دوی وران شوي کورونه ورته جوړ کړي.

دوی وايي چې ۱۴ کاله مخکې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو او چاپه کې د دوی ټول کلی وران شوی او ۴۲ کليوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، وژل شول.

د دغه کلي يوه اوسېدونکي محمد برات پژواک ته وويل چې حکومت دې اوس د دوی وران شوي کورونه جوړ کړي.

هغه وويل: “۱۴ کاله مخکې د روژې په مبارکه مياشت کې امريکايي ځواکونو زموږ پر کلي په وحشي ډول چاپه ووهله او کلی يې راته وران کړ.”

برات په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، وويل: “امريکايان د شپې په ۱۲ بجو د خلکو کورونو ته ننوتل، ان ماشومان يې په زانګو کې پر ډزو سره په شهادت ورسول.”

دی وايي چې مور، پلار، دوه وروڼه او خور په ګډون يې د کور ۱۲ غړي امريکايانو پر ډزو ووژل او دی خپله غره ته و تښتېد.

نوموړي زياته کړه چې ملګري ملتونه او نور اړوند نړيوال ارګانونه دې د يادې پېښې عاملين محکمې ته راکش کړي.

دی وايي چې په دغه بريد کې د دوی ټول کلی وران شو او تر اوسه هيڅ ارګان مرسته نه ده ورسره کړې.

برات زياتوي چې حکومت او خيريه بنسټونه دې د دوی د کلي د بېرته ابادولو لپاره مرسته وکړي.

د دغه کلي يوه مشر دلاور وويل: “د امريکايانو په بريد کې زموږ ټول کلی وران او لګسونه کسان ووژل شول.”

هغه زیاته کړه چې دی هماغه شپه امريکايانو له ځان سره بګرام ته انتقال کړ.

د اسدالله په نوم د دغه کلي يوه بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې هغه شپه امريکايي ځواکونو ان مېرمنې پر سپيو وداړلې، خو هيچا يې پوښتنه ونه کړه.

د اکبر په نوم بل کس هم وويل چې د دوی کلی په بشپړ ډول وران شوی او حکومت دې اوس مرسته وکړي چې بېرته یې ودان کړي.

ده زياته کړه چې حکومت او خيريه بنسټونه دې د دوی د کورونو جوړېدو په برخه کې پر مرستې سربېره، د پوهنې او روغتيا په برخو کې هم مرسته وکړي.

د پکتيکا مرستيال والي مولوي محب الله حماس پژواک ته وويل چې په دغه کلي يوه لويه غميزه او وحشت تېر شوی او حکومت به له خپل توان سره سمه مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: “اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره د ياد کلي له او سېدونکو سره په هره برخه کې همکاري وکړي.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.