ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: حامله ښځې دې د کرونا ناروغۍ پر مهال په خپل سر درمل نه کاروي

ډاکتران: حامله ښځې دې د کرونا ناروغۍ پر مهال په خپل سر درمل نه کاروي

author avatar
9 Mar 2022 - 13:00
ډاکتران: حامله ښځې دې د کرونا ناروغۍ پر مهال په خپل سر درمل نه کاروي
author avatar
9 Mar 2022 - 13:00

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د طب برخې پوهان وايي چې امیدوارې مېرمنې د نورو کسانو په پرتله د کرونا ویروس پر وړاندې ډېرې زیانمنونکې دي، باید په جدي ډول روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي او پر کرونا د اخته کېدو په صورت کې باید پر خپل سر درمل ونه کاروي.

کرونا ویروس لومړی ځل د ۱۳۹۸ کال په لېندۍ میاشت کې د چین په اوهان ښار کې خپور شو، وروسته یې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم سرایت وکړ، د همدغه کال د کب په پنځمه نېټه په هرات ولایت کې هم د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوه؛ د راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۴۴۰ میلیون او ۸۰۰زره ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او له پنځه میلیون او ۹۷۸زره ډېر کسان یې له امله مړه شوي دي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره یو شمېر روغتیايي سپارښتنې، لکه د ټولنیز واټن مراعاتول، په سرپټو ځایونو کې له راټولېدو ډډه کول، د ماسک تړل، په صابون او اوبو د لاسونو مینځل، د چاپېریال ضدعفوني کول او د ناروغ قرنطین کېدل، وړاندې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټول خلک د یادو روغتیايي لارښوونو پر رعایتولو مکلف وبلل، خو امیدوارو ښځو ته یې پر دې سپارښتنو د عمل کولو ډېر ټینګار کړی؛ ځکه د حمل دوره حساسه ده او یوه مور ډېر مراقبت ته اړتیا لري.

د یادونې ده، په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې د کرونا ۱۷۴زره مثبتې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې نږدې ۱۶۰زره ناروغان ښه شوي او ۷۶۲۰ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د طب پوهان

د ملالۍ روغتون رییسې ډاکترې ملالۍ رحیم فیضي پر کرونا د امیدوارو ښځو د اخته کېدو په اړه پژواک ته وویل، له شک پرته امیدوارې ښځې کولای شي د نورو انسانانو په څېر پر کرونا اخته شي، اړتیا ده چې دوی دې د نورو انسانانو په پرتله روغتیايي سپارښتنې ډېرې رعایت کړي؛ ځکه امیدواري حساسه دوره ده او پر کرونا ویروس اخته کېدل چې شدیده تبه، ټوخی او ځان دردي ورسره پیدا کېږي، د مور د بدن د معافیت سیسټم کمزوری کوي.

خو هغه په امیدوارو ښځو کې د کرونا ناروغۍ د دورې په اړه وايي: ((که څه هم په دې برخه کې مشخصې څېړنې نه دي ترسره شوې، خو باید وویل شي چې د کرونا ویروس خوځښت د انسان د بدن مقاومت او د ویروس ډول په پام کې نیولو سره، توپیر لري، په هر حال ښځې ډېرې زیانمنونکې دي.))

نوموړې وویل، ښايي یوه مور د کرونا دوره ډېره سخته تېره کړي، خو په بله مور ښايي دغه دوره سخته تېره نه شي.

هغې زیاته کړه: ((امیدواره ښځه نه شي کولای د امیدوارۍ پر مهال د کرونا درملنې لپاره له هغو درملو چې عام وګړي یې کاروي، استفاده وکړي، په دې دوره کې د ښځو مقاومت ډېر ټیټ وي، ښځې د وینې له کمښت سره مخ وي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې چې حاده خوارځواکي ډېره زیاته ده او هر څومره چې کس کمزوری وي، ناروغي پرې ډېر اغېز کوي.))

د هغه په خبره، ناروغان باید مخکې له مخکې وقایوي ټکي مراعات کړي، که په کورنۍ کې کوم کس پر کرونا اخته کېږي، امیدوارې ښځې باید قرنطین شي او خپلې روغتیا ته متوجه وي.

هغه زیاته کړه: ((موږ په دې وروستیو کې امیدوارو ښځو ته پر ټولو معیاري امکاناتو مجهزه ځانګړې خونه جوړه کړې ده.))

په ورته وخت کې د افغان- جاپان روغتون رییس ډاکتر زلمي رښتین پژواک ته وويل، امیدوارې ښځې هم پر کرونا اخته کېږي او دغه روغتون ته مراجعه کوي، د نارمل ښځو په پرتله ښايي امیدوارو ښځو ته ډېر خطر متوجه وي.

هغه زیاته کړه: ((دغه روغتون ټول کرونايي ناروغان مني، البته په تېرو څپو کې مو امیدوارې ښځې ناروغانې هم درلودې چې په ډېر خراب وضعیت کې به یې دلته مراجعه کوله، دوی مو ولادي روغتون ته لېږلې او له جراحي عمل (سزارین) وروسته د درملنې د دوام په موخه بېرته راتلې او دلته بستر کېدې.))

په افغان- جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو د انتاني پېښې د کنټرول مسوول ډاکتر عبادالله عباد وویل، د کرونا له لومړۍ څپې راهیسې چې اوس څلورمه څپه د پای ته رسېدو په حال کې ده، شاوخوا شپږ امیدوارې ښځې دغه روغتون ته ورغلې دي.

هغه زیاته کړه: ((امیدوارې ښځې د هغو کسانو په پرتله چې ضمیمه يي ناروغۍ نه لري، یا یې عمر له ۴۰ کلونو ډېر نه وي، سخته دوره تېروي؛ ځکه د بدن معافیت یې کمېږي او ځان نه شي تقویه کولای.))

دغه متخصص امیدوارو ښځو ته ټینګار کوي چې پر ځان ډېره پام وکړي او روغتیايي سپارښتنې جدي رعایت کړي.

هغه ښځې چې د امیدوارۍ پر مهال پر کرونا اخته شوې، دې ډول ښځو ته د کرونا پر وړاندې بې تفاوتي خطرناکه بولي.

د کابل ښار د کارته نو اوسېدونکې زینب چې د امیدوارۍ څلورمه میاشت یې ده او ۱۰ ورځې مخکې یې کرونا ناروغي تېره کړې، وايي: ((یوې فاتحې ته لاړم، ماسک مې هم نه درلود، دا کار د دې لامل شو چې پر کرونا اخته شوم، اوس مې بدن ډېر کمزوری شوی، د ولاړېدو توان نه لرم، نن روغتون ته راغلم چې ډاکتر د تقویې درمل راکړي.))

هغې له نورو هغو میندو چې د امیدوارۍ په دوره کې دي، وغوښتل چې کرونا جدي ونیسي او پر وړاندې یې بې تفاوته پاتې نه شي.

د کابل ښار د خیرخانې اوسېدونکې عاقله چې د امیدوارۍ پر مهال یې کرونا ناروغي تېره کړې، وايي: ((له نېکه مرغه اوس مهال روغه یم، ماشوم مې چې نن سهار نړۍ ته راغلی، د الله پاک په فضل سالم دی.))

نوموړې چې پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو دوره یې د ژوند له ترخو خاطرو وبلله، زیاته کړه: ((ډېره زیاته په تکلیف وم، فکر مې کاوه چې حتماً یا خپله یا مې ماشوم یا دواړه تلف کېږو، خو د الله (ج) په فضل چې تېره شوه او اوس مې روغتیايي وضعیت چې ډېره کمزورې شوې وم، مخ په ښه کېدو دی.))

عاقله هم له امیدوارو ښځو غواړي چې کرونا جدي وګڼي او پر وړاندې یې بې تفاوته نه شي؛ ځکه د امیدوارې پر مهال د ښځې بدن کمزوری وي.

Visits: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.