ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې مالداران مالي ملاتړ غواړي

فاریاب کې مالداران مالي ملاتړ غواړي

author avatar
26 Mar 2022 - 19:05
فاریاب کې مالداران مالي ملاتړ غواړي
author avatar
26 Mar 2022 - 19:05

میمنه (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱): فاریاب ولایت کې مالداران/څاروي لرونکي وايي چې د وښو او بوټو د کموالي له امله یې تر ۶۰ سلنه ډېر څاروي پر خوارځواکۍ اخته دي او شنډ پاتې شوي دي. دوی له حکومته غواړي چې د دغه زیان د جبران لپاره دې ورسره مالي مرسته وشي.

د مالدارانو د څرګندونو له مخې، تېرې وچکالۍ او د وښو او خوراکي توکو نشتوالی د دې لامل شوی چې پسونه ډنګر پاتې‎ شي او حمل وانخلي؛ له دې امله سږ کال له ۱۰۰ مېږو څخه له ۵۰ تر ۶۰ حمل نه دی اخیستی او شنډې پاتې دي.

د المار ولسوالۍ یو مالدار شرف الدین پژواک ته وویل، ۵۰ مېږي لري، د اوبو او وښو کموالي او وچکالۍ له امله ډنګر پاتې شوي او ۴۱ مېږې یې بچې نه دي راوړي.

هغه زیاته کړه، تېر کال له ډېرو ستونزو سره تېر شو، روان کال کې اورښت او واښه ښه او د قناعت وړ دي؛ خو حکومت او موسسې باید په دغه ولایت کې د اوبو کموالي ستونزې د دایمي حل لپاره توجه وکړي، په بېلا بېلو سیمو کې د باران د اوبو لپاره ډنډونه جوړ کړي او دا کار ډېرو پیسو ته اړتیا نه لري.

د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي او یو تن مالدار صادق وویل، تېر کال واښه او زراعت نه و، ۸۰ مېږې یې لرلې، د نسلګیرۍ پر مهال یې ۵۰ سلنه مېږې حامله نه شوې او سږ کال شنډې پاتې شوې.

صادق وویل، د څارویو او وښو قېمتي او قحطي د دې لامل شوه چې دی او نور مالداران خپلو مېږو ته په فاریاب ولایت کې په لوړه بیه واښه وپېري.

هغه زیاته کړه، سږ کال اورښتونه ښه دي، زراعت او کرکېله شوي، واښه او بوټي ډېر زرغون شوي، خو مالداران د حکومت مرستې ته ډېره اړتیا لري، څو نسلي پسونه واخلي او خپلې رمې جبران کړي.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ یو مالدار عبدالبصیر چې شپونکی هم دی وايي، شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ سلنه مېږې سږ کال (شنډې) پاتې شوې دي.

بصیر زیاته کړه، که سږ کال ښه وي، واښه او اوبه شته وي، مالداري ښه کسب دی او ډېر عاید لري.‎

هغه د مالدارانو د عاید په اړه وویل: “له شيدو، مستو، غوړیو استفاده کوي، که غوښې ته مو اړتیا شي حلالوو یې، قرباني کوو، که پيسو ته مو اړتیا شي پلورو یې، وړۍ او پچې یې هم بازار کې پلورو.”

یو بل شپونکی معاذالله- چې د خلکو شاوخوا ۷۰۰ مېږې څروي-  وايي، ۲۰ کاله کېږي رمه لري، د میاشتې ۱۰زره افغانۍ معاش اخلي او د اته کسیزې کورنۍ لګښت پرې پوره کوي.

هغه وویل،  چوپاني سخت او لږ عاید لرونکی کسب دی، شپه او ورځ په ګرمیو او سړو کې دښته او بېدیا کې تېروي، خو وچکالي او د وښو کموالی یې ځوروي.

د فارياب د څارويو د روغتيا او وترنرۍ مدیر عبدالجبار رحيمي د مالدارانو څرګندونې تاييد کړې او زياته يې کړه چې د څارويو خوراک په حمل اخیستو کې مهم رول لري. وچکالي، د خوړو نشتوالی او خوارځواکي د دې لامل شوي چې سږ کال تر ۵۰ سلنې ډېرې وزې او مېږې له نسل زیږولو پاتې او یا هم د حمل په موده کې یې نسل له منځه ولاړ شي.

رحيمي وویل چې د مېږو حمل نه اخیستل مالدارانو او د ټولنې اقتصاد ته سخت زیان رسوي؛ له بلې خوا په بازار کې د څارويو، غوښې، لبنياتو او وړيو بيې هم لوړېږي.

نوموړی وایي، په فارياب ولايت کې د دوه کاله مخکې د اټکلي شمېرو له مخې، د پسونو، وزو، غواګانو، اوښانو، اسونو او خرو په ګډون شاوخوا ۸ ميليونه څاروي شته، چې لږ تر لږه ۶ شپږ ميليونه يې پسونه او وزې دي.

نوموړي له حکومته او نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې د فاریاب له مالدارانو سره مرسته وکړي، څو دوی د خپلو مېږو او رمې د نسل کمښت جبران کړي.

د فارياب د کرنې او مالدارۍ رييس داملا عزت الله نوراني د څاروي لرونکو د څرګندونو په تاييد سره وویل چې د دغه ولايت شاوخوا ٨٥ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د تېر کال وچکالۍ دواړه سکټورونه اغېزمن کړي دي.

نوراني وويل چې تېر کال کښت او واښه نه و، مېږې ډنګرې وې او له ۵۰ سلنې ډېرې شنډې پاتې شوې.

هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به له ٥٠ سلنې ډېرو مېږو له شنډ پاتې کېدو سره به د څارویو، غوښې او لبنياتو پر بيو مستقيم اغېز وکړي او د دغو توکو بيې به لوړې شي.

هغه زياته کړه چې په تېرو څو ورځو کې يو شمېر موسسو پر مالدارانو واښه او خوراکي توکي (کنجاړه) وېشلي، خو مالدارانو وویل چې د وښو د کموالي وخت او ژمی یې تېر کړل، او پسرلى را رسېدلى، چې د تېر کال په پرتله د څارويو واښه او خوراکي توکي ډېر شوي؛ موسسې د دې کنجاړې پر ځای له دوی سره د پیسو مرسته وکړي چې نسل زیږوونکې مېږې واخلي او د دې کال تاوان پوره کړي.

د فارياب د کرنې او مالدارۍ رييس د کرنې وزارت له مشرتابه او د مالدارۍ په برخه کې د نړيوالو موسسو له مسوولانو غواړي چې د فارياب د مالدارانو ستونزو ته جدي پاملرنه او ورسره مرسته وکړي څو هغوی د نسل تولید ودې او پالنې ته دوام ورکړي.

مالداري په اصل کې د افغانستان د اقتصاد یوه لویه برخه جوړوي چې شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او ډېر یې د هېواد په شمال په ځانګړي ډول فاریاب ولایت کې دي.

مالداري نه یوازې د مالدارانو ژوند بدلوي؛ بلکې د نورو هېودوالو د غوښې، لبنیاتو او وړیو اړتیاوې هم پوره کوي چې له تار جوړولو او غالۍ اوبدلو څخه رامنځته کېږي.

Visits: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.