ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوو ښوونځيو ته چاردیوالۍ جوړې شوې

ننګرهار کې دوو ښوونځيو ته چاردیوالۍ جوړې شوې

author avatar
6 Apr 2022 - 15:14
ننګرهار کې دوو ښوونځيو ته چاردیوالۍ جوړې شوې
author avatar
6 Apr 2022 - 15:14

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار پوهنې رياست له لوري د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو چاردیوالۍ جوړې شوې.

د ياد ولايت چارواکي وايي، دغه دیوالونه د نهو مياشتو په موده کې جوړ شول.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند عبدالله ګل عابد د وري په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د یاد ولايت اړوند کوټ ولسوالۍ کې د غازي مېنې د نجونو لومړني او د سه پای منځني ښوونځي د احاطې ديوالونه جوړ شول.

هغه زياته کړه چې پر دغو دواړو رغنيزو پروژو ۲ اعشاریه ۵ ملیونه افغانۍ لګښت راغی او د ۹ مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.