منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې دوو ښوونځيو ته چاردیوالۍ جوړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار پوهنې رياست له لوري د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو چاردیوالۍ جوړې شوې.

د ياد ولايت چارواکي وايي، دغه دیوالونه د نهو مياشتو په موده کې جوړ شول.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند عبدالله ګل عابد د وري په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د یاد ولايت اړوند کوټ ولسوالۍ کې د غازي مېنې د نجونو لومړني او د سه پای منځني ښوونځي د احاطې ديوالونه جوړ شول.

هغه زياته کړه چې پر دغو دواړو رغنيزو پروژو ۲ اعشاریه ۵ ملیونه افغانۍ لګښت راغی او د ۹ مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د يادو دواړو ښوونځيو د احاطوي دیوال لګښت د ماشومانو ساتنې موسسې (Save the Children) له لوري ورکړل شوی چې موخه يې د یادو ښونځیو زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپیريال رامنځته کول دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولينو د کوټ ولسوالۍ له اوسېدونکو او د یادو ښوونځيو له زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل چې جوړ شوي دیوالونه په ښه ډول وساتي.

د کوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي تحصيل خان د پوهنې رياست او ماشومانو ساتنې موسسې له کار کوونکو مننه وکړه چې دغو ښوونځيو ته يې چاردیوالۍ جوړې کړې.

دی وايي، پخوا ماشومان د زده کړو پرمهال ځکه له ستونزو سره مخ وو چې ښوونځي دیوالونه نه درلودل او د زده کوونکو پام به ډېر کله له ښوونځي د باندې چاپيریال او تلونکو خلکو ته اوښته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه