ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نفتو یوه ستر چیني شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

د نفتو یوه ستر چیني شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

author avatar
7 Apr 2022 - 03:46
د نفتو یوه ستر چیني شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده
author avatar
7 Apr 2022 - 03:46

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): د چین د نفتو ملي شرکت یوه چارواکي کابل ته د سفر پر مهال په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د باختر اژانس د راپور له مخې، د چین د نفتو دولتي شرکت (CNPCI) رييس هین ریومن کابل ته د سفر پر مهال پرون د رياست الوزرا  له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې دغه شرکت غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې کتنه کې د رياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د چينايي شرکت د لېوالتيا هرکلى وکړ او ويې ويل چې اوس د امنيت په تامينېدو سره په افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمينه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړې چې سرپرست حکومت له بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره د امنیت د تامین او د پانګونې د بهیر د اسانتیا په برخو کې همکاري کوي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم يو شمېر بهرنيو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتياوې ښودلې وې.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.