Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ملاريا مخنيوي په موخه د پشه خانو د وېش لړۍ پيل شوه

جلال اباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار عامې روغتیا رياست چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته يې په دغه ولايت کې د ملاريا ناروغۍ د مخنيوي په موخه د پشه خانو وېشلو لړۍ پيل کړې ده.

چارواکي وايي، دا لړۍ له مومندرې ولسوالۍ څخه پيل شوې او ټول ولايت ته به وغځول شي.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي نن(د وري په ۲۰مه) پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د UNDP په مالي ملاتړ او د AADA موسسې په تخنيکي همکارۍ د ملاریا د مخنيوي لپاره د پشه خانو د وېش کمپاين پيل شوى.

هغه زياته کړه چې د پشه خانو شمېر که څه هم مشخص شوی نه دی؛ خو د ټول ننګرهار اوسېدونکو ته به ورسول شي.

دی زياتوي چې دا لړۍ اوسمهال مومندرې ولسوالۍ کې جريان لري؛ خو په راتلونکي کې به د ننګرهار ټولو ولسواليو ته وغځول شي.

دی وايي، روغتيا رياست د ملاریا او نورو لېږدېدونکو/ناقله ناروغیو د مخنیوي او کچې راټيټېدو په موخه پلان لري څو په راتلونکو ۷ میاشتو کې ټول ننګرهار کې پشه خانې وویشي.

د مومندرې ولسوالۍ د هزار ناو سيمې يوه اوسېدونکي ګلداد خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پشه خانو د وېش پروګرام پيل شوى او هرې کورنۍ ته د غړو په شمېر پشه خانې ورکول کېږي.

نوموړي د دې فعالیت له امله له عامې روغتيا رياست څخه مننه وکړه، خو يادونه کوي چې بايد د پشه خانو تر څنګ روغتيايي مرکزونو کې د درملو د کمښت ستونزه هم حل شي.

ننګرهار چې ګرمه هوا لري او ځینې ولسوالۍ يې د سيند تر غاړې پرتې دي؛ د میاشو وده پکې ډېره او له امله يې د ملاريا ناروغۍ  کچه هم لوړه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.