ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحماني: بغلان کې به سږکال د اوبو کچه ټيټه وي

رحماني: بغلان کې به سږکال د اوبو کچه ټيټه وي

author avatar
12 Apr 2022 - 14:39
رحماني: بغلان کې به سږکال د اوبو کچه ټيټه وي
author avatar
12 Apr 2022 - 14:39

پلخمري (پژواک، ٢٣ ورى ١٤٠١): د بغلان د اوبو رسونې ادارې مسوولين وايي، په تېر ژمي او پسرلي کې د نامنظمو او کمو ورښتونو له امله به سږ کال د اوبو کچه د تېرو کلونو په نسبت ټيټه وي.

د بغلان سیندییزې حوزې امر لطف الرحمن رحماني د وري په ۲۳ مه پژواک ته وويل چې په ژمي موسم کې ورښتونو ته په کتو سره سږکال به د اوبو کچه په هغه اندازه نه وي چې وار له مخې کروندګرو ته ډاډ ورکړل شي.

هغه وايي: ((تېرکلونه به موږ څو ځله اوبه اندازه کولې، خو سږکال يوازې اته مياشتې وړاندې يو ځل اندازه شوي چې هغه هم کم ښودل شوې دي؛ نو ويلی شو چې سږکال به د اوبو کچه ټيټه وي.))

نوموړي اندېښنه وښوده چې سږکال د بغلان کروندګر به په دويم فصل کې د اوبو له کمښت سره مخ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.