کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د افغانستان پر روان وضعیت او پر سیمه د اوکراین د جګړې اغېزې په اړه خبرې کړې دي.
هندي رسنیو نن راپور ورکړی چې دواړو چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ سره کتلي دي.
د NDTV ټلوېزیوني شبکې د هند د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي چې دوی په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې؛ خو په دې تړاو یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټر لیکلي چې له ګوتریش سره یې خبرو کې پر نړۍ د اوکراین جګړې اغېز په اړه خبرې کړې چې د نوموړي په خبره، د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د خوړو او انرژۍ پر امنیت جدي اغېز پرېباسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبه(د وري ۲۲مه) د هند او امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې یې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي وو څو د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک چې د افغانستان خاوره باید بیا د هیچا پر وړاندې ونه کارول شي، مراعات کړي.
دغه راز د دوی په ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي وو، څو د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن