کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان له جګړو د پاتې شوو ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې لا هم د نړۍ په کچه څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان له جګړو د پاتې شوو ماینونو او چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي لیکلي: «ان کله چې جګړې پای ته رسېږي او وسلې غلې کېږي، بیا هم دا چاودېدونکي توکي په بېرحمانه توګه د ملکي وګړو ژوند اخلي او د پراختیا او ودې د هڅو خنډ ګرځي. خو راځئ چې د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت ژمنه وکړو چې یو امن راتلونکی جوړ کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې (د اپرېل څلورمه) سره سم خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی او په ۲۰۲۴ کال کې د ۴۳۴ ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۶۰ کسان د دغو ناچاوده توکو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP