کابل (پژواک، ۱۵ وري ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ايران د بهرنيو چارو وزير له سلاکار سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ پر وده بللې ویلي یې دي چې باید له شته فرصتونو بشپړه ګټه واخیستل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزير له سلاکار محمدرضا بهرامي او په کابل کي د ایران له سفیر سره کتلي.
د خبرپاڼې په حواله، دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړيکو کې د نوي فصل، وروستيو پرمختګونو، د اوبو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو د وضعيت په تړاو هراړخيزې خبرې شوې.
خبرپاڼه کاږي، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، له ايران سره د افغانستان اړيکې مخ پر وده وبللې او ټينگار يې کړی چې دواړه هېوادونه له شته فرصتونو بشپړه ګټه پورته کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير سلاکار، کابل ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير له وروستي سفر وروسته دوو اړخيزو اړيکو کې نوی پړاو ياد او ټينګار يې کړی چې دواړه هېوادونه وکولای شي دوه اړخيزه چارې په ښه ډول مديريت کړي.