Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يوناما: افغانستان لا هم د ماينونو د شتون له اړخه يو خورا زيان‌منونکی هېواد دی
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان لا هم له جګړې څخه د پاتې شوو ماینونو او چاودېدونکو توکو د شتون له اړخه د نړۍ یو له خورا زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، نن (د اپرېل څلورمه) د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي او د ماین‌پاکۍ په چارو کې د مرستې نړۍواله ورځ ده او دا ورځ یو فرصت دی څو د افغانستان په څېر هېوادونو د اړتیاوو او دردونو په اړه فکر وشي.

یوناما وايي، افغانستان له جګړې د پاتې شوو ماینونو او چاودېدونکو توکو له اړخه یو له خورا زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی او په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په جریان کې لسګونه زره ملکیانو د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله خپل ژوندنونه یا د بدن غړي له لاسه ورکړي او نن یې ډېر قربانیان ماشومان دي.

د یاد بنسټ پر وینا، ماین‌پاکي یوه خطرناکه، سخته او ډېر لګښت لرونکې پروسه ده او دغه‌راز د پېښو د مخنیوي لپاره زده‌کړې او د هغو خلکو وړتیا لوړول چې معلول شوي، هم یو ځانګړی ارزښت لري.

دغه‌راز، یوناما وايي، افغانستان د نړۍوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته اړتیا لري او دا ملاتړ نه یوازې د خلکو ژوند ژغوري، بلکې د افغانستان لپاره د یوې باثباته او روښانه راتلونکې لپاره هم یوه ښه پانګونه ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.