Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې مجاهد شینواري لوبډلې د رمضان جام سیالیو اتلولي وګټله

جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولایت په سپین غر کرکټ لوبغالي کې د لسو ځايي لوبډلو ترمنځ د «سولې رمضان جام» پیل شوې سيالۍ د «مجاهد شینواري» لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.

دغه لوبې د روژې په شپږمه د افغانستان کرکټ بورډ او ولایتي کرکټ ادارې په ګډه پیل کړې وې. د دغو سیالیو په بهیر کې – چې ۲۳ ورځې یې دوام وکړ- هره شپه د ماخوستن له لمانځه او تراويح وروسته د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره کېدې.

تېره شپه د «مجاهد شينواري» او «وحيد کرکټ» لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شوه.

وحید کرکټ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه او دویمه نیمایی پاڼۍ کې مجاهد شینواري لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې هدف ته ځان ورساوه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.