ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل قره قل پلورونکي دغه صنعت لپاره د حکومت ملاتړ غواړي

د کابل قره قل پلورونکي دغه صنعت لپاره د حکومت ملاتړ غواړي

author avatar
10 May 2022 - 15:29
د کابل قره قل پلورونکي دغه صنعت لپاره د حکومت ملاتړ غواړي
author avatar
10 May 2022 - 15:29

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): په کابل ښار کې ځيني قره‌ قل پلورونکي د قره ‌قل په خرڅلاو او تولید کې د ۹۰ سلنه کموالي یادونه او شکایت کوي، له حکومته غواړي چې د دغه وضعیت ملاتړ دې وکړي څو له سقوط سره مخ نه شي.

د قره قل صنعت په هېواد کې یو له پخوانیو لاسي صنایعو څخه دی چې مخینه یې پېړیو ته رسېږي؛ د قره قل له پوستکي نه خولۍ، جاکټ او چپن جوړېږي.

د پژواک خبري اژانس خبریال له ځينو قره قل پلورونکو سره مرکې کړې چې ټول د قره قل د تولید او خرڅلاو د کمېدو یادونه کوي.

د کابل ښار شاه دوشمشېره جومات ته نږدې «ملک زاده څرمن ګنډلو» دستګاه مسوول ملک احمد احمدي پژواک ته وویل: «پخوا په هېواد کې د دغه صنعت خوښوونکي ډېر و، خو په دې وروستیو کې یې کارول کمرنګه شوی دی.»

نوموړي زیاته کړه چې د ډېرو قره قل پلورونکو مشتریان کم شوي او خپله د بېلګې په توګه ۹۵ سلنه مشتریان له لاسه ورکړي.

احمدي وویل چې دوی به پخوا د قره قل پوستکي تر ۳۰۰ امریکایي ډالرو پورې پلورل، خو اوس په ۵۰ ډالرو هم نه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه، مخکې به نندارتونونه کېدل چې کاروبار ته به یې ډېره ګټه رسوله او ډېر پېرېدونکي به یې را جلبول؛ اوس که څه هم نندارتونونه جوړېږي خو هيڅوک څه اخیستل نه غواړي.

په کابل ښار کې یوه بل قره قل پلورونکي سید حامد سادات هم پژواک ته وویل چې ۹۵ سلنه مشتریان یې کم شوي. هغه زیاته کړه چې مخکې به یې په میاشت کې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ خولۍ تولیدولې، خو اوس په میاشت کې ایله له ۱۰ تر ۱۵ خولۍ تولیدوي.

سرچینې یادونه وکړه چې پخوا یې په دوکان کې ۱۲ کارکوونکي درلودل، خو اوس ۳ کاریګر لري.

هغه وایي، مخکې به يي په میاشت کې له سلو زرو تر ۱۵۰ زره افغانیو پورې خولۍ پلورلې؛ خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په یوه میاشت کې نه دي توانیدلي چې تر شلو زرو افغانیو خولۍ وپلوري.

دواړو سرچینو له سرپرست حکومته وغوښتل چې له کسبه کارانو سره همکاري وکړي څو د قره قل دغه صنعت له منځه لاړ نه شي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.