کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۱): د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې تر ۱۶۰ ډېرې افغان کورنۍ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه وزارت پرون په خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې ليکلي چې يادې کورنې د روان کال د غويي له ۲۶ مې تر ۲۹ مې پورې یوازې د سپين بولدک له لارې راستنې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د يادو څه باندې ۱۶۰ کورنيو له جملې، ۱۵۳ کورنۍ یې چې ۱۰۴۹ کسان کېږي، اسناد نه درلودل او پاتې ۱۳ کورنيو چې ۷۸ کسان کېږي، د کډوالۍ اسناد درلودل.
د يادونې وړده، پاکستان او ایران په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو موده کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوې دي.
Views: 79
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن